اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې غونډه بايد له افغانستان سره د نړيوال تعامل د لارې نقشه برابره کړي.
ښاغلي خليلزاد نن (چهارشنبه، ۶ د غویي) پرلپسې ټويټونو کې د افغانستان د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو د ارزونې د ځانګړي ماموريت د همغږي کوونکي په توګه د ترکي ډيپلوماټ فريدون سينيرلي اوغلو د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.
خليلزاد ليکلي، چې ښاغلی سينيرلي اوغلو يو «عالي» انتخاب دی، ځکه «پراخه تجربه او ښه قضاوت لري».
د خليلزاد په وينا، له طالبانو سره د نړيوالو تعامل د لارې نقشه د سينيرلي اوغلو ماموريت هم مشخص کوي.
د افغانستان په چارو کې د امريکا پخواني استازي ټينګار کړی چې د بېلابېلو مرحلو د اجرا کولو لپاره ښه انتخاب د دوحې په هوکړهليک کې شته دی او مهمه ده چې سينيرلي اوغلو د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
خليلزاد د ټويټ په دوام ليکلي: «د دوحې په غونډه کې بايد له طالبانو سره ليدنه وشي تر څو د دوحې هوکړهليک د بشپړې اجرا لپاره د هغوی ژمنتيا مشخصه شي.»
ټاکل شوې چې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د می مياشتې په لومړيو کې جوړه شي. د افغانستان له اوسني وضعيت سره د مقابلې لپاره د يوې واحدې تګلارې جوړول او د نورې بې ثباتۍ مخنيوی د دې غونډې موخې ګڼل شوې دي.
د ملګرو ملتونو وياند اسټيفان دوجاريک ويلي، چې دا غونډه به په افغانستان کې د يوه پرمختګپالي مسير لپاره د ګډو موخو پر شاوخوا نړيوال تعامل نور هم پياوړی کړي.
