اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش ترکی ډيپلوماټ سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د مستقلې ارزونې د ځانګړي ماموريت همغږی کوونکی ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو د تېرې ورځې (سې شنبه، ۵ د غویي) په اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی سينيرلي اوغلو د دې سازمان د امنيت شورا له ۲۶۷۹ پرېکړې سره سم پر دې دنده ګمارل شوی دی.
له دې اعلاميې سره سم، د ملګرو ملتونو عمومي منشي له سينيرلي اوغلو څخه غوښتي، چې د مستقلې ارزونې ماموريت دې په دې موخه رهبري کړي چې د افغانستان اوسنيو ورسره مخ ننګونو ته د رسيدګي په خاطر يوه واحده او منسجمه تګلاره جوړه شي او په دې اړه دې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، فريدون سينيرلي اوغلو په نړيوالو او ډيپلوماټيکو چارو کې تر څلورو لسيزو زياته تجربه لري او د منځني ختيځ په هيوادون، شمالي افريقا، اروپا، شمالي امريکا او د افغانستان په ګډون اسيا کې يې دندې کړې دي.
دا ترکی ډيپلوماټ د ۲۰۱۵ پر مهال د ترکيې په موقت حکومت کې د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير و. دی له ۲۰۱۶ کال راهيسې تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د ترکيې دايمي استازی دی.
