اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې دغلته د طالبانو خپلمنځي نښته کې د دې ډلې د غړو په خطایي ډزو کې یو ماشوم وژل شوی دی.
یو عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، چې دغه ماشوم تېره ورځ (سېشنبه، ۵ د غویي) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د سره رود «دوه سرکې» سیمه کې وژل شوی دی.
دی زیاتوي: «دوو ډلو چې طالبان وو، په خپل منځ کې سره شخړه وکړه او بیا یو طالب ډزې وکړې؛ چې په خطايي ډزو کې یو اته کلن ماشوم چې همدې ځای کې یې ترکاري خرڅوله په ډزو ولیګیده او ووژل شو.»
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له بیا بیا هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.
له دې څو میاشتې وړاندې لغمان کې پاسپورټ امریت مخې ته هم یو طالب سرتیري په خطایي ډزو یوه ښځه وژلې وه او دوه نورې یې ټپیانې کړې وې.
