اطلاعات روز: کندهار او زابل ولايتونو کې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه او ۲۷۷ تنه ژوبل شوي دي.
د کندهار ميرويس حوزوي روغتون کې د طالبانو مسوولين وایي، چې دوی ته د اختر په شپو او ورځو کې ۲۲۶ تنه ور وړل شوي چې له ډلې یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی زیاتوي چې یادو کسانو کې ۱۴۷ تنه نارینه، ۵۳ ماشومان او ۲۴ میرمنې شاملې دي چې ټول میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
ورته مهال زابل ولایت کې بیا د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر ميرويس افغان وایي، چې د کوچني اختر په درېو ورځو کې ورته له ترافيکي پېښو ۵۳ تنه ټپيان او يو مړی وروړل شوي دي.
افغان زیاتوي، دغه ترافيکي پېښې د خلکو د بې احتیاطۍ له امله په ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د کندهار او زابل اوسېدونکي له موټر چلوونکو غوښتنه کوي ترڅو له خپلو نقليه وسايطو سره احتياط وکړي او د خپل ژوند ترڅنګ د نورو ژوند هم وژغوري.
په افغانستان کې د ترافيکي قوانينو نه مراعات، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي د ترافیکي پیښو د رامنځته کیدو لوی لاملونه بلل کېږي.
