اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولایتی مسوولین وایي، چې د دې ولایت په «لویه ویاله» کې یو ۱۶ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د دوی په وینا، یاد ځوان حکمت الله نومېده او تېره ورځ (یکشنبه، ۳ د غویي) مازدیګر مهال د عینو مېنې ښارګوټې له پله سره د «لویې ویالې» اوبو ډوب کړی دی.
مسوولین زیاتوي، چې له څو ساعتونو هڅو وروسته يې د حکمت الله مړی د لويې ويالې له اوبو څخه راویستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
ديادونې وړده چې د دهلې بند له پارچاوېدو سره يو وخت کندهار کې د لويې ويالې ترڅنګ په نورو ويالو کې هم اوبه زياتې شوي چې یوازې تېره میاشت څلورو ځوانانو دغلته د لامبو پرمهال خپل ژوند بایللی دی.
