جينوا کې د افغانستان استازولۍ: د ملګرو ملتونو چارواکي باید هوښيار او مسووليت منونکي وي

اطلاعات روز: د سویس ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستيالې آمينې محمد څرګندونو ته په غبرګون کې د سويس په جينوا کې د افغانستان استازولۍ د دې سازمان له چارواکو غوښتي چې «هوښيار او مسوولیت منونکي دې وي».

په جينوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازولۍ نن (پنج شنبه، ۳۱ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي: «د آمينې محمد په شمول د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي بايد د هغه منشور او ارزښتونو د ساتونکو په توګه هوښيار او مسووليت منونکي وي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې يې وده کړې. د افغانستان تاريخ د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نه دی پېل شوی. غير عادي عادي مه ښکاره کوئ. د افغانستان وګړي او نړۍ تاسو څاري.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې امينې محمد په پرينسټون پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې دا سازمان تکل لري تر څو په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابيدا د مخنيوي لپاره په راتلونکو ورځو کې يوه غونډه راوبولي او د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې وکړي.

د نوموړې دا څرګندونې په افغانستان کې دننه او دباندې له پراخ غبرګون سره مخ شوې او د دې لامل شوې چې د ملګرو ملتونو وياند اسټيفان دوجاريک په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا سازمان د طالبانو لپاره لابي نه کوي.

ده په دوحه کې د آنټونيو ګوتريش په کوربتوب د راتلونکو ورځو پر مهال د کېدونکې غونډې هدف د افغانستان له وضعيت سره د مقابلې په موخه د يوې واحدې تګلارې موندل او د بې ثباتۍ مخنيوی ياد کړ. 

په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ تر يوه نيم کال زيات وخت اوړي، خو لا هم هيڅ هيواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه