«په سویلي اسيا کې افغانستان او پاکستان د تروريستي پېښو تر ټولو لوړه کچه لري»

اطلاعات روز: د ۲۰۲۳ کال پر مهال د اسټراليا د سولې او اقتصاد موسېسې (آی اپی) د نړيوال تروريزم شاخص ښيي چې افغانستان او پاکستان په سویلي اسيا کې د تروريستي پېښو تر ټولو لوړه کچه لري.

د دې شاخص لنډيز پرون (چهارشنبه، ۳۰ د وري) د نيپالۍ ورځپاڼې په ويبپاڼه هيمالين کې خپور شوی دی، چې په وينا يې د وروستيو کلونو پر مهال په افغانستان کې د داعش او طالبانو ظهور او همدا راز د پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو ډلو ظهور تشديد شوی دی.

د افغانستان او پاکستان په اړه پر هيمالين ويبپاڼه نور جزييات نه دي خپاره شوي.

د اسټراليا د سولې او اقتصاد موسېسې په راپور کې همدا راز راغلي چې نيپال د ۴.۱۳ نومرو په لرولو سره په ۳۶ درجه کې دی او د تروريزم د منځنۍ کچې له زيان سره مخ دی.

له دې راپور سره سم، نيپال د تروريستانو لپاره د خوندي پناهځای په توګه د ناوړې ګټې اخيستنې له خطر سره مخ دی.

خو په دې راپور کې ويل شوي، چې که څه هم په نپيال کې هيڅ تروريستي سازمان نشته، خو کوم څه چې په دې هيواد کې د تروريزم په توګه مطرح شوي د څېړنې وړ موضوع ده.

له دې راپور سره سم، هند، بنګلاديش، سريلانکا او مالديف هم تر يوې اندازې تروريزم تجربه کړی دی.

افغانستان او پاکستان په داسې مهال کې د لړليک سرته راځي چې له تېر يوه نيم کال راهيسې طالبان پر افغانستان واکمن دي او په همدې موده کې د پاکستاني پوځ او پوليسو پر خلاف د پاکستاني طالبانو بريدونه هم زيات شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه