ننګرهار کې د اختر رانږدې کیدو سره د پټاقیو او نورو اور بلوونکو توکو کارولو اندېښنې زیاتې کړي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د اختر شپو او ورځو کې تر بل هر وخته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو کارول ډېریږي، چې یوشمېر ماشومان په هغو پیسو چې په اخترونو یا نورو مراسمو کې یې راټولې کړې وي، پټاقۍ او پلاستیکي وسلې اخلي او لوبې پرې کوي.

بلخوا ولسي خلک هم وایي، چې د اختر شپو ورځو کې د پټاقیو او دې ته د ورته توکو د کارولو هیبتناک غږونه اورېدل کېږي، چې نه یوازې د خلکو په روان منفي اغیز کوي بلکې ټولنیز نظم هم خرابوي.

د ننګرهار اوسیدونکی فرمان الله د یادو توکو کارول یوه ستونزه ګڼي او وایي، په جلال اباد ښار کې ځینې هټیوال د اختر په شپو ورځو کې پلاستیکي ټوپکې او پټاقۍ په پټه پلوري او د مخنیوي په برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

فرمان الله زیاتوي: « له دې پټاقیو او بارودو خلک په تنګ راغلي او نه د دې اړتیا شته او نه د دې ډزو څخه خلک ښه خاطره لري، نو ډیر کله د همدې پټاقیو له امله اماشومان ژوبلیږي او زیاتره ماشومانو باندې بده اغیزه هم کوي نو باید مخه یې ونیول شي.»

جلال اباد ښاریان بیا یوشمېر کورنۍ د پټاقیو او پلاستیکي وسلو د کارولو په دودولو تورنوي.

د دوی په وینا، کورنیو د طالبانو حکومت او مسوولو بنسټونو په‌ دې برخه کې خپل رول نه ‌دی ادا کړی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی زهیرالله وایي، ځینې ماشومان په مبایلونو کې له هغو سریالونو او فلمونو نه تقلید کوي چې د تاوتریخوالي لامل کېږي.

که څه هم ماشومانو په دا ډول لوبو خوشحالېږي، خو د اروا‌ پوهانو په وینا، د یادو وسایلو کارول چې د تاوتریخوالي لامل کېږي، د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي.

اروا پوه محمد سلیم وایي، چې د ماشومانو له‌ خوا د داسې توکو کارول د دوی ذهني ارامتیا له‌منځه وړې او غوښتنه کوي، چې ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو کړنې اداره کړي څو په راتلونکي کې قهرجن ونه ‌اوسي.

نوموړی وایې، سربېره پر پټاقیو نور اور بلوونکو توکي، د شپې له‌خوا ډزې او د ماشونو د پلاستیکي تومانچو غږونه ښاریان ځوروي.

بلخوا د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، هیچا ته به د پټاقیو او پلاستیکي ټوپکو د پیر او پلور اجازه ور نه کړي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال محمد طاهر مبارز په یو ویډیوي پیغام کې له سوداګرو، هټۍوالو او خلکو غوښتي چې د یادو توکو له پیر او پلور دې ډډه وکړي.

هغه وایې، دوی به د پټاقیو او دې ته د ورته توکو له پلورونکو او کاروونکو سره قانوني چلند وکړي.

د تیرو کلونو په اخترونو کې هم د پټاقیو او داسې نورو توکو کارولو، عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی او شکایتونه‌ یې کړي دي.

 اروا پوهان د ماشومانو له لوري د پلاستیکي وسلو او پټاقیو کارول د اندیښنې وړ بولي او وايي چې چاپېریال د ماشومانو پر ذهن او برداشت ژور اغېز کوي.

که څه هم طالب چارواکي د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د پټاقیو او پلاستیکي وسلو پېر، پلور او کارول منع کړي، خو لا هم یاد توکي په بازارونو کې په پټه او ښکاره ډول پلورل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه