پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» پر خلاف د طالبانو تازه فتوا: «باغيان دې وځپل شي»

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: پنجشېر ولايت کې ځايي سرچينې وايي، په دې ولايت کې د علماوو شورا چې طالبان يې ملاتړ کوي د «مقاومت جبهې» پر خلاف نوې فتوا ورکړې، خو يو شمېر نورو علماوو یې سره مخالفت کړی دی.

د سرچينو په وينا، د علماوو شورا او د دې ډلې ځايي مسوولينو، د پنجشېر اوسېدونکي تېره ورځ (دوشنبه، ۲۸ د وري) د دې ولايت د مرکز په يوه مسجد کې راټول کړي وو او د «مقاومت جبهې» په اړه يې فتوا ورکړې ده.

د طالبانو د علماوو شورا د دې ډلې پر وړاندې درېدنه «ناروا» ګڼلې او ويلي يې دي چې که هره ډله د طالبانو پر خلاف جبهه نيسي، هغوی «باغيان دي او بايد وځپل شي».

سرچينو چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې يو شمېر ديني علماوو او قومي مخورو د طالبانو پر دې چلند نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا ډله بايد «لومړی له دوه ګوني چلند او بې عدالتۍ لاس پر سر شي او تر دې وروسته دې د مخالفينو د ځپلو فتوا ورکړي».

د سرچينو له وينا سره سم، په پنجشېر کې يوه ديني عالم د دې غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې ويلی، چې هره ورځ په دې ولايت کې د خلکو سپکاوی او توهين کېږي.

ده ويلي چې دی په خپله د يوه ديني عالم او قومي مخور په توګه پروني غونډې ته د ننوتلو پر مهال درې ځله د طالب سرتېرو له لوري سخت پلټل شوی او د ده لنګوټه هم کتل شوې ده. ده ټينګار کړی: «زه څرنګه د مقاومت جبهې د باغيتوب فتوا ورکړم؟»

په پنجشېر کې يوه بل ديني عالم هم په دې غونډه کې ويلي، چې په اسلامي نظام کې بايد ټول خلک او قومونه شريک وي او اسلامي عدالت هم بايد پلي شي.

د ځايي سرچينو په وينا، د پرونۍ غونډې ځينو ګډونوالو د خپلو خبرو پر مهال «له خلکو سره د طالبانو له نامناسب او عقده مند چلند» څخه شکايت کړی او د ورکړې شوې فتوا په اړه يې ناخوښي څرګنده کړې.

د طالبانو له لوري په داسې حال کې د «مقاومت جبهې» د ځپلو فتوا ورکول کېږي چې د ځينو سرچينو په وينا چې دې جبهې د طالبانو د علماوو شورا او له دې ډلې سره د اړوندو نورو علماوو له مقاومته د لاس پر سر کېدو غوښتنه رد کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه