اطلاعات روز: د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې یوه کس یو ۱۱ کلن ماشوم د «لور» په ګزار وژلی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس ویلي، چې دا پېښه پرون (دوشنبه، ۲۸ د وري) ماښام مهال د پل عالم اړوند په «بادام باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د ذین الله په نوم دغه ماشوم د یو کس له لوري د «لور» په ګزار لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
انس ویلي، چې د ماشوم په قتل تورن کس د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی خو د رامنځته شوې پېښې د لامل په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د روژې په میاشت کې ډېر کله په ځینو ولایتونو کې شخړې رامنځته کیږي چې لامل یې د یو بل نه زغم بلل کېږي.
