اطلاعات روز: د زابل ولايت په ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې د تندر پریوتو په پېښو کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي، دغه پیښې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۸ د وري) رامنځته شوې دي.
دوی وایي، لومړۍ پېښه د دې ولايت په ارغنداب کې رامنځته شوې چې پرمهال يې د دوه وروڼو ژوند اخیستی دی.
د مسوولینو په وینا، چې ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه ملا په کور د تندر پریوتو له امله د هغه دوه تنکي زامن مړه شوي چې عمرونه یې له دولسو څخه تر پنځلسو کلونو پورې وو.
همدا راز طالبان وایي، چې د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ «شاحسن خیلو» کلي کې د تندر لویدو یوې بله پیښه کې بیا یوه بزګر ژوند بایللی دی.
