جلال اباد کې د آسیا په کچه د دیني او عصري علومو ستر کمپلېکس جوړیږي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د آسیا په کچه ۳۰ جریبه ځمکه کې د دیني او عصري علومو ستر کمپلېکس جوړیږي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (دوشنبه، ۲۸ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «دارالعلوم اسلامیه محمدیه» په نوم مدرسه چې د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې په لوړه برخه کې موقعیت لري د دیني او عصري زده کړو کمپلېکس لپاره ځانګړې شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په شاوخوا ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړېدونکې دا مدرسه به د راتلونکو پنځو کالو په ترڅ کې د آسیا په کچه یو کم ساری دیني او عصري کمپلېکس وي.

دې مدرسه کې د طب، انجینرۍ، ژورنالېزم، کمپیوټر ساینس او نورو عصري علومو لپاره هم ځای ورکړل شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې یو مجهز روغتون، پوهنتون او لېسه به هم پکې شتون ولري.

خبرپاڼې ننګرهار کې د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې د یاد کمپلېکس زده کوونکي به یې د ټولو اسانتیاوو څخه برخمن وي او په ډېره منظمه بڼه به د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو د یاد اقدام هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د دې سره سره دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې هم پرانیزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه