د بې وزلۍ زیاتوالی؛ هلمند کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر زیات شوی

هلمند کې د جګړې راپاتې ناخوالو، فقر او د بې کارۍ زیاتوالي دغلته د بې سرپرسته کورنیو ماشومان اړ کړي چې درنو کارونو ته مخه کړي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د توریالي په نوم یو ۱۱ کلن ماشوم وایي، د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله اړ شوی ترڅو درانه کارونه وکړی او خپلې کورنۍ ته ډوډوۍ پیدا کړي.

دی زیاتوي، چې د طالبانو راتګ سره یې ژوند سخت شوی او اړ دی چې د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو په موخه د ورځې لخوا د ښار په بېلابېلو برخو کې لس ساعته کار وکړي چې دې چارې له زده کړو هم بې برخې کړی او نشي کولای چې ښوونځي ته ولاړ شي.

توریالي وویل: «د ښار په هره برخه کې چې درانه کارونه پیداکيږي زه هلته ورځم درانه کارونه کوم بله لاره نشته ځکه د کورنۍ ټول مسووليت زما په غاړه دی هره ورځ تر لس ساعته پورې کار کوم زده کړې راڅخه پاتې دي کله چې کار کوم خلک هم ښه چلند راسره نه کوي.»

د توريالي ترڅنګ د دې ولايت په نورو سيمو کې هم ګڼ شمير هغه ماشومان چې د کورنۍ سرپرستان يې په تيرو جګړو کې وژل شوي له ورته برخليک سره مخ دي او زیاتوي چې د زده کړو پرځای درانه کارونه کوي.

په مرکز لښګرکاه کې په درنو کارونو بوخت یو بل ماشوم رحیم بیا وایي، چې پلار یې د تېر حکومت په نظامي لیکو کې دنده ترسره کوله چې د طالبانو لخوا په یوه برید کې ووژل شو او دا مهال یې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ده او مور ته یې ورپاتې ده.

نوموړی چې خپله د موټرو جوړولو په يوه ورکشاف کې کار کوي وايي، چې هره ورځ يوازې دومره ډوډۍ پیداکوي چې کورنۍ یې پرې یوه شپه تېره کړي.

هغه زياته کړه: «زما پلار په جنګونو کې شهيد شو زه او مور مې کار کوو او د خپلي کورنۍ لپاره ډوډۍ په لاس راوړو بله لاره نه لرو زه د موټرو په ورکشاف کې کار کوم هغوی ماته دومره پیسې راکوي چې ماسي زموږ د ماسخوتن د ډوډۍ بسنه وکړي ما هيله درلوده چې زده کړي وکړم خو ونشوې.»

هلمند کې د تېرو جګړو له امله ډیری کورنیو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي او اوس یې ماشومان خپلې کورنۍ ته د ډودۍ ګټلو په موخه درنو کارونو ته مخه کړې ده.

ورته مهال هلمند کې مدني فعالان بیا وایي، چې د طالبانو راتګ سره په دې ولایت کې په درنو کارنو د بوختو ماشومانو شمیر زیات شوی او لامل لامل یې تېرې جګړې او اقتصادي بحران یادوي.

يو تن فعال غلام محمد وايي، که د طالبانو حکومت په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو راتلونکي ژوند جوړلو ته پام ونه کړي لس کاله ورسته به يې منفي تاثيرات په ټولنه کې ښکاره شي.

دغه راز هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولين بیا خبر ورکوي چې په شاقه کارونو د بوختو ماشومان د راټولولو لپاره يې يوه کمیسيون ته دنده سپارلې ترڅو په دې ولايت کې ټول هغه ماشومان  چې په شاقه کارونو بوخت دي راټول کړي.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، د دې ولايت په کچه به دغه جوړه شوې کميټه ټول ماشومان له شاقه کارونو راوګرځوي او د زده کړو زمینې برابریدو ترڅنګ به ورسره د خوراکي توکو مرستې هم وکړي.

که څه هم تراوسه په دې ولایت کې کومه رسمي سروې نه ده شوې چې په څومره شمیر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، خو  شاخوا ۴ کاله وړاندې دې ولایت کې د بشري حقوقو د ځايي ادارې لخوا څخه په ورکول شوو معلوماتو کې راغلي و، چې تر نږدې ۳۵ سلنه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي په داسې حال کې چې اوس د تيرو ۴ کلونو په پرتله د افغانستان اقتصاد بحراني شوی او خلک د بې روزګارۍ سر ټکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه