اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې دغلته په لسو جلا خپلمنځي شخړو کې اته تنه وژل شوي دي.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ عبدالباري راشد وايي، چې دغه پېښې په لښکرګاه ښار او د دغه ولايت په ناوې، باباجي، مارجې او سنګين ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
د راشد په وينا، د دغه خپلمنځي شخړو په پایله کې اته تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د دغو نښتو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، د پټو او هدفي وژنو او شخصي انتقامونو شمېر ورسره زیات شوی دی.
تازه د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او يوه «وسله وال کس» ترمنځ په مرګوني نښته کې د يوې کورنۍ د اتو غړو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.
