دوحه کې د توماس وېسټ په شتون کې غونډه؛ د امريکا استازی: افغانان د جنګ مخالف دي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې په دوحه کې یې د افغانستان د فعالينو په يوه غونډه کې يې ګډون کړی او د دې غونډې ګډونوالو د خبرو له لارې یې د افغانستان د شخړې د هوارولو ملاتړ کړی او له وسله والې مبارزې سره يې مخالفت ښودلی دی.

نوموړي نن (شنبه، ۲۶ د وري) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي چې د امريکا د متحدينو او کليدي شريکانو د يوه پلاوي په مشرۍ يې د قطر په پلامېنه دوحه کې «د افغانستان راتلونکي فکر فورم» په نوم غونډه کې ګډون کړی دی.

وېسټ ليکلي، چې د افغانستان د ښځو او سړو دا بافهمه ترکيبي انجمن بېلابېلي مخينې لري. د ده په وينا د دې انجمن په جوړښت کې اقتصاد پوهان، د بشري حقونو فعالان، پخواني وزيران او د قبايلو مشران شامل دي او ډېری کسان يې په غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستانه راغلي و.

ده ليکلي: «ما د طالبانو د چلند په اړه هم ملاتړ وليد او هم مې غندنې واوريدې او هم مې له ننګونو سره د نړيوالې ټولنې د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېلي سپارښتنې واورېدې. خو هر افغان ګډونوال د خبرو-اترو ملاتړ وکړ او د هيواد د ستونزو د حل کولو لپاره يې له وسله والې مبارزې سره مخالفت وښود.»

د امريکا ځانګړي استازي هيله ښودلې چې د دې غونډې ګډونوال به خپل پيغامونه طالبانو، د افغانستان نورو رهبرانو او د نړيوالې ټولنې ذينفع غړو ته ورسوي.

ده په قطر کې له قطري چارواکو سره هم ليدلي او د افغانستان په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې توماس وېسټ به متحده عربي اماراتو او ترکيې ته هم سفر وکړي او د دې دوو هيوادونو له چارواکو او په تبعيد کې د افغانستان له مدني ټولنې، سياسي رهبرانو، خبريالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره وويني او خبرې به ورسره وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه