امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید «سل په سلو» کې د طالبانو «فاتح ځواک» کړنې ته ورته دی

اطلاعات روز: پر کابل پوهنتون له برید یوه ورځ وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، د دې برید د بریدګرو کړنه د طالبانو ډلې د نوې جوړې شوې ډلې «فاتح ځواک» ته «سل په سلو» کې ورته دی.

ښاغلي صالح نن ورځ (سه شنبه، ۱۳ لړم) په یو فیسبوکي یادداښت کې لیکلي: «د کړنې ډول یې (پر کابل پوهنتون وسله وال بریدګرو) سل په سلو کې د طالبانو هغې نوې ډلې ته ورته دی، چې طالبانو ډلې د فاتح ځواک په نوم خوست کې جوړه کړې ده، چې په څو عملیاتو کې د دې ډلې جنایتکاره او وینه څښونکي غړي وژل شوي دي.»

د هغه په وینا، په دې برید کې، د دې بریدګرو تاکتیکونه هم د حقاني شبکې تاکتیکونو ته ورته او له بکسې یې د طالبانو ډلې بېرغ ترلاسه شوی دی. د صالح په وینا، هغه خونه کې چې وسله وال په کې ځای پر ځای شوي وو، لیکلي دي، چې «زنده باد طالبان».

هغه ټینګار کړی، دا نښې ښیي چې دا برید د طالبانو ډلې له خوا پر لاره اچول شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز ټینګار کړی دی: «د دې لپاره، چې ثابته کړو، چې دا جنایت طالبانو کړی، لسګونه سخت او نرم ثبوتونه لرم. خو پر داعشیانو د دې برید اچول یواځې هماغه یوه خبرپاڼه ده، چې هېڅکله نه شي کولی د طالبانو ضمیر له دې تورې او نا منلې ګناه پاک کړي.»

هغه زیاته کړې، چې د «نرم» او «سخت» ترور بنسټ د طالبانو واک کې ده او داعش له طالبانو پرته افغانستان کې عملیات نه شي کولی.

 ښاغلي صالح د خپلې لیکنې یوې برخه کې لیکلي، چې کابل پوهنتون کې د بریدګرو پاتې وسلې او د هغوی څېرې له هغو انځورونو سره چې داعش ډلې خپاره کړي، هم ورته نه دي.

طالبانو ډلې د ولسمشر لومړي مرستیال دې خبرو ته غبرګون ښودلی او هغه یې د طالبانو ډلې پر وړاندې یوه جعلي صحنه جوړونه بللې. د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، شونې نه ده، چې بریدګرو ته دې په څو ساعته جګړه کې پر «دیوالونو خطاطۍ» ته وخت پیدا شي.

هغه ویلي، د بریدګرو انځورونه داعش ډلې خپاره کړي او د افغانستان حکومت باید د هغوی جسدونه له دغو انځورونو سره پرتله کړي او وګوري، چې هماغه خلک دي که نه. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دا برید د همداسې پلمو لپاره پر لاره اچول شوی دی.

په همدې حال کې د هېواد ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پېښې ځای له لیدو سره ویلي، چې طالبانو ډله د افغانستان د ملکیانو د وژنې اصلي مسوول دي. هغه ویلي چې طالبان نه شي کولی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دې «جنایت» څخه اوږې سپکې کړي.

 هغه ټینګار کړی، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به دې برید ته «غاښ ماتوونکی ځواب» ورکړي.

تېره ورځ غرمه مهال درې بریدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ. دغه برید له شپږ ساعته نښتې وروسته د ټولو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي دي، چې دې برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپي شوي دي. د هغه په وینا، د ټپيانو له ډلې یواځې ۱۵ یې روغتونونو کې پاتي او د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت هم د دې برید وژل شوي ۱۹ یاد کړي دي. خو دې وزارت ویلي، چې دې برید کې ۲۲ نور ټپي شوي دي.

روغتیا وزارت بیا د دې پېښې د وژل شویو شمېر ۲۲ او د ټپيانو ۲۷ یاد کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه