سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه؛ متقي ازبکستان ته ولاړ

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد نن سهار (پنج‌شنبه، ۲۴ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ټاکل شوې ده د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د سمرقند ناستې په څنډو کې د سیمې د هيوادونو د بهرنيو چارو له ځينو وزیرانو سره وګوري.

د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه غونډه نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې کېږي.

د روسيې، چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران په دې غونډه کې ګډون کوي.

د دې غونډې اجنډا  تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په غونډه کې به د افغانستان د سياسي جوړجاړي لپاره د سيمه‌ييزو شريکانو پر اقداماتو او په دې هيواد کې د انساني وضعيت او ټولنيز – اقتصادي ثبات په اړه بحث او ارزونه کېږي.

دې وزارت ويلي و: «پېچلي امنيتي وضعيت او په افغانستان کې د تروريستي فعاليتونو او نشيي توکو د توليد زياتېدو ته په پام، له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې لپاره د سيمه‌ييزو هيوادونو د هڅو همغږي کېدل ځانګړی ارزښت لري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه