اطلاعات روز: د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي، چې له کلونو راهیسې یې د ولسوالۍ پل نړیدلی، خو تراوسه یې حکومت د بیا جوړیدو لپاره هیڅ نه دي کړي.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی نور الدین وایي، د دې ولسوالۍ د «بېلې» سیمه چې زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي په ۱۳۸۷ کې یو کیبلي پُل د تېر حکومت له خوا جوړ شوی و، ترڅو په سیمه کې د کونړ سیند دواړو لوریو ته مېشت خلک ترې ګټه پورته کړي.
نوموړی زیاتوي چې د وروستیو سېلابونو له امله د یاد پُل ډیره برخه تخریب شوې او ان د غورځیدو له ګواښ سره مخ دی چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي دغه راز وایي، چې اوس مهال پر پل تیریدونکي خلک د تګ-راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ وي.
د سرکاڼو بېلې سیمې یو بل اوسیدونکی محمد اصف هم ورته شکایت کوي او وایي، حکومت ورسره په څو ځلي د یاد پُل د جوړیدو ژمنې کړي خو تراوسه په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.
هغه وايي، د دغه پُل د ویجاړېدو له امله يې د نورو ستونزو ترڅنګ ماشومان له ښونځي بې برخې شوي او همداراز روغتیايې خدماتو ته لاسرسی نه لري.
نوموړی د طالبانو له حکومت په یاده سیمه کې په اساسي ډول د پُل د جوړیدو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند نجیب الله حنیف وایي، د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند «بېلې» سیمې د پل ستونزه یې له ټولګټو چارو وزارت سره شریکه کړې او هیله مند دی چې دجوړیدو چارې به یې پېل شي.
نوموړی وایي، نه یوازې د سرکاڼو ولسوالۍ بلکې د دې ولایت په ډېری برخو کې د سیند پر سر کېبلي پُلونه جوړ شوي چې د تېرو کلونو سېلابونو زیانمن کړي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بېلې پل د سرکاڼو په ولسوالۍ کې دکونړ پر سیند جوړ شوی، د دې پل په وسیله د یادې ولسوالۍ د بېلې او یو شمیر نور سیمې سره وصلیږي؛ د خلکو په خبره د یاد پل د جوړیدو ژمنې ورسره په ځلونو شوي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
