جلال اباد ښاریان: ښار کې خرڅیدونکي اچار او مربا بې کیفیته دي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي، دغلته په واټونو او پلو لارو پر سر خرڅیدونکي اچار، مربا او نور سرخلاصي خواړه بې کیفیته او دوی ته یې له ګټې زیان ډیر دی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی بختیار وایي، ځینې اچار پلورونکي نه یوازې پاکوالي ته پام نه کوي؛ بلکې ځینې هغه خارجي اچار چې تاريخ يې تېر شوى وي په خلاص ډول خرڅوي چې د خلکو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړی د یادې ستونزو دمخنیوي په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پړه بولي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د روژې په میاشت کې یې د بې کیفیته اچارو مخنیوی نه دی کړی.

نوموړی پر اړونده ادارو غږ کوي چې په دې برخه کې دې جدي اقدامات وکړي، ځکه په وينا یې په روژه کې د يادو توکو د پلور کچه تر بل هر توکي ډېره ده.

جواد زیاتوي:«د جلال اباد ښار په هر ځای کې سرخلاصي اچار، چنکني او نور خواړه په روژه کې خرڅیږي او پلورونکي یې پاکوالي ته پام نه کوي؛ ډیر کله یې د خوړلو له امله خلک د معدې او نورو ناروغیو اخته کیږي، کوم اچار چې جلال اباد ښار کې پلورل کیږي، بې کیفیته دي او خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان ډیر وي ځکه خرڅوونکي نظافت نه مراعات کوي په اچارو د ماشو او مچانو مخنیوي لپاره جالۍ نه ښواروي نو ځکه خو یې خلک په ناروغیو اخته کړي هم دي باید د دوی مخه ونیول شي.»

جلال اباد ښار کې د اختر محمد په نامه یو اچار پلورونکی بيا وايي، چې دوى د روژې مياشتې له را رسېدو وړاندې په کافي اندازه باکیفیته اچار او مربا جوړه کړې ده.

دى وايي چې له ګاونډي هېواده چې کوم توکي را وارديږي له يوې خوا د دوى پر بازار تاثير کوي او له بلې خوا بې کيفيته دي، چې بايد حکومت يې مخنيوى وکړي.

اختر محمد زیاته کړه:«مونږ له روژې وړاندې اچار او مربا په باکیفته ډول برابره کړې خپلو هیوادوالو ته او د پلور پرمهال یې پاکوالي ته هم پوره پام کوو، خو ځینې پلورنکي شته چې اچار یې بې کیفته او هم نظافت ته پام نه کوي چې پر مونږ یې هم د خلکو باور کم کړی دی.»

 بلخوا د وسیع الله په نامه یو روغتیاپال وایي، که څه هم په روژه کې ترشه خواړه پر معدې ډېر تاثير لري او هغه معدې چې کمزورې وي ستونز ورته پېښوي، خو بې کيفيته يې روغ انسان ته هم زيان لري.

نوموړى زیاتوي، که چېرې په روژه کې بې کيفيت اچار او يا هم مربا وخوړل شي له يوې خوا معده نازکه کوي او له بلې خوا بې کيفيته توکي ورته ستر زيان پېښوي.

وسیع الله زیاتوي: «هغه کسان چې د لارې پر سر خوراک کوي او یا له ناپاکه او بې کیفته اچارو استفاده کوي، نو دا ډول کسان د معدې په ناروغۍ اخته کیږي او دغه راز په بدن کې یې د نورو ناروغیو د پیدا کیدو باعث هم کیږي او خلکو ته په کار ده چې باید د لارې پر سر د اچارو له اخیستلو ډډه وکړي.»

دغه راز د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد وایي، چې هره ورځ د ښاروالۍ د پلټنې کمیسیون په ښار کې له اچار پلورونکو نظارت ترسره کوي او هغه هټۍوال چې نظافت نه مراعات کوي د کار اجازه هم نه ورکوي.

هرکال د روژې مبارکې میاشتې په راتګ سره په روژه کې د کارېدونکو خوراکي توکو لکه اچار، مربا او نورو… بازار تود وي، خو ځينې ښاريان او ډاکټران بيا اندېښنه ښيي چې د  بې کيفيته خوراکي توکو پلور د خلکو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي او غوښتنه کوي مخه یې ونیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه