ننګرهار کې د کورنیو پیازو په تولید سره بازارونو کې د پیازو بیې رالویدلي دي

اطلاعات روز: که څه هم په دې وروستیو کې د هیواد په بازارونو کې د پیازو بیې په بېساري ډول لوړې شوې وې، خو تازه په ننګرهار کې د کورنیو پیازو په تولید سره په بازارونو کې د پیازو بیې نیم په نیمه رالویدلي دي.

په جلال اباد ښار کې یو تن پیاز پلورونکی نویدالله وایي، چې د پیازو بیو کې د تیرو دوو اونیو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی چې لامل یې د کورنيو پیازو حاصل ته رسیدل یادوي.

د هغه په خبره تر دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په بازارونو کې د یو من پیازو بیه له ۲۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو پورې وه خو اوس یې بیې نیمه په نیمه رالویدلې دي.

سنګر زیاتوي: «دا یوه یا دوه میاشتې مخکې د یو من پیازو بیه تر پنځه سوه افغانیو لوړه شوې وه او هر چا یې د اخیستلو توان هم نه درلوده، خو اوس یې بیې تر ۳۰۰ او دوه سوه افغانیو راټيټې شوي.»

بلخوا بزګران شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتون له امله یې ډیر کله کورني تولیدات په کور پاتې کیږي او یا یې بیې دومره کمیږي، چې په پلور سره یې دوی ته لوی زیان اوړي.

محبت شاه د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ یو بزګر دی چې سږکال یې په درې جریبه کرل شوي پیاز حاصل ته رسیدلي دي.

نوموړی وایي، کروندګر د سړو خونو د نشتوالي له امله د پيازو په ګډون خپل کرنیز محصولات د راټولولو پر مهال په ټيټه بیه پلوري.

محبت شاه زیاته کړه: «ما په درې جریبه ځمکه پیاز کرلي چې نن سبا کې حاصل ته په رسیدو دي خو لویه ستونزه دا ده، چې دلته زمونږ د پیازو لپاره سړې خونې نشته چې د اړتیا پرمهال یې بازار ته عرضه کړو او ګټه ترلاسه کړو؛ خو اوس چې زمونږ پیاز بازار ته تللي نو بیې یې بیخي راکمې شوي له حکومت مرستندویه ادارو د سړو خونو جوړیدو غوښتنه کوو.»

په ورته مهال د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي مني، چې اوس د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنیزو خدماتو امر نعمت الله اکبري وایي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله افغانستان د ژمي په موسم کې پياز له نورو هېوادونو نه په لوړه بیه واردوي.

نوموړی د یادې ستونزې دحل په برخه کې د هېواد د پیازو د ساتلو لپاره کروندګرو ته د معیاري سړو خونو په جوړولو ټینګار کوي.

اکبري زیاتوي: «د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې رودات، کامه، بټي کوټ، نازیان، دره نور، پچیراګام، غني خیل، کوټ، سره رود او یو شمیر نورو ولسوالیو کې په زیاته اندازه پیاز کرل کیږي، خو لویه ستونزه د سړوخونو نشتون دی ځکه دا باید وساتل شي همدا پیاز دي پاکستان ته ځي من په هغه وخت کې په څلویښت افغانۍ وي خو بیرته چې بیا ژمي کې واردیږي نو بیا یې بیه لوړه وي.»

بزګران داسې مهال د خپلو کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو دجوړیدو غوښتنه کوي، چې د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال، په پروان، کابل او بامیانو کې د پیازو او کچالو د ساتنې له پاره ۱۸۷۰سړې خونې جوړې شوې دي خو دوی وایي، دغه سړخونې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي ته په پام سره بسنه نه کوي، چې له امله یې په غېرې موسمې وخت کې په زیاته کچه میوه او ترکاري له ګاونډي ایران او پاکستان هېوادونو واردېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه