اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په ننګرهار ولايت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز په کلکه غندلی دی.
نوموړي تېره شپه (سېشنبه، ۱۵ د وري) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې که دا پرېکړه بيرته وانخيستل شي، نو دا به هغو کسانو ته د ملګرو ملتونو د حیاتي مرستې رسولو وړتيا کمزرې کړې چې اړتيا ورته لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارمندانې له کار کولو منع کړې دي.
يوناما د دې بنديز په اړه انديښنه ښودلې.
دې دفتر طالبانو ته يادونه کړې چې د ملګرو ملتونو بنسټونه نشي کولای چې له ښځينه کارکوونکو پرته فعاليت وکړي او حياتي مرستې وړاندې کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کوم مهال چې دې ډلې په ملي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی و، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال هم ويلي و، چې د ملګرو ملتونو کارمندانې له دې بنديزه مستثنا نه دي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید