اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مروره ولسوالۍ کې «ناپيژنده وسله والو» د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د کشف امر شاهدالله په ډزو وژلی او بیا یې د کونړ سیند ته غورځولی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (سې شنبه، ۱۵ د وري) وویل، چې وژل شوی کس له تېرو پنځلس ورځو راهیسې نادرکه و، چې دوه ورځې وړاندې یې ځایي خلکو مړی په کونړ سیند موندلی دی.
د سرچینې په خبره، د وژل شوي کس په بدن د ټپونو له امله ښکاریده چې لومړی په ډزو ویشتل شوی او بیا یې مړی کونړ سیند ته غورځول شوی دی.
خو یوې بلې سرچینې بیا وویل، وژل شوی کس د مرورې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و او د همدې ولسوالۍ د کشف امر و؛ چې د پهره دارۍ پرمهال یې خپلو ملګرو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې پېښې په تور د مرورې ولسوالۍ درې طالب سرتیري هم نیول شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه کونړ کې د ځایي طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.
