پر افغانستان د طالبانو بیا ځل واکمنېدو راهیسې کندهار کې یو شمیر په کار بوخت او بې کاره شوي خبریالان د نامناسب چاپیریال او اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
په دې ولایت کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو له کبله زیاتې رسنۍ تړل شوي او یو شمیر نورې د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
دغلته د هيواد خصوصي ټلويزيون پخوانی خبریال هدايت الله صالح وايي، کورني او بهرني محدويتونه د دې لامل شوي ترڅو کندهار کې دننه زيات شمېر خبريالان په رواني ناروغیو اخته شي.
هغه زياتوي په ټوله کې د خبريالانو ترڅنګ ډېری عام وګړي هم له رواني ستونزو کړېږي او په خبره يې چې له خبریالانو لار ورکه ده چې اوس څه وکړي.
نوموړي وویل: «په دې وروستيو کې کله چې نظام اوښتی ډېری رسنۍ د اقتصادي بحران له کبله وتړل شوې چې ورسره زيات شمېر د رسنيو کارکوونکي او خبريالان بې کاره شول او نه شي کولای د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ برابره کړي، دا ستونزې خپله د دې لامل کېږي چې يو خبريال په رواني ناروغۍ اخته شي.»

همدارنګه د همدې تړل شوي ټلويزيون يو بل کارکوونکی شاهد سرتاج وايي، شرايط د خبريالانو د تمې خلاف برابر شوي نو ځکه په زياته کچه خبريالان بې دندې شوي دي.
هغه زیاتوي، نه يوازې خبريالان بلکې د ټولني زيات شمېر ځوانان د بې کارۍ او غربت له وجې په رواني ناروغیو اخته شوي او اوس نه شي کولای بېرته خپل پخواني وضعيت ته ستانه شي.
دی د خبريالانو د خونديتوب کمېټې او نورو سازمانونو غواړي ترڅو د خبريالانو په رواني درملنه کې ورسره مرسته وکړي ترڅو هغوی وکولای شي په ښه ډول د ټولنې غږ بدرګه کړي.
سرتاج وويل: «په اوسني حالت کې سل سلنه خبريالان په رواني ستونزو اخته دي، نه يوازې خبريالان بلکې ټول هغه کسان چې په دې ټولنه کې يې په يو څه فکر خرابېږي اوس په رواني ناروغیو اخته شوي، دا معلومداره خبره ده که هر څوک په ناڅاپي ډول بې کاره شي هغه په رواني ناروغۍ اخته کېږي.»
نوموړی زیاتوي، له رواني ستونزو څخه د خبريالانو او ځوانانو د خلاصون ترټولو ښه حل هغوی ته د کاري زمينې برابرول دي چې ورسره يوځای یې رواني حالت تغیرېدلی شي.
همدارنګه کندهار کې د پژواک خبري اژانس خبريال امين الله سمسور وايي، په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو له لوري ورسره د معلومات نه شريکول هم د دې سبب شوي ترڅو دغلته شته خبريالان له رواني اړخه زيانمن کړي.
دی زیاتوي، که د طالبانو سرپرست حکومت د بندو شويو رسنيو په بيا فعالیدو او بې کاره خبريالانو ته د دندې کاري فرصت رامنځته کړي نو د خبريالانو رواني ستونزې به تر ډېره حل شي.
د سمسور په خبره: «کندهار کې که څه هم د پخوا په پرتله معلومات ته لاسرسی اسان شوی خو بيا که موږ وغواړو له ځينو دولتي مسوولينو [طالبان] څخه معلومات واخلو نو هغوی موږ ته نه معلومات راکوي او نه هم جواب راکوي، موږ هيله لرو چې دا ستونزې حل شي چې ورسره يو وخت به د خبريالانو پر روحي حالت هم مثبته اغيز وکړي.»
په ورته وخت کې کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوولين دغلته شته خبريالانو ته درواني روغتيا د ورکشاپونو جوړولو خبر ورکوي.
کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول احمد لودين وايي، په دې ولايت کې زيات شمېر خبريالان د پخوانيو امنيتي پېښو او اقتصادي مشکلاتو له امله په رواني ستونزو اخته شوي.
دی زیاتوي، اوس مهال يې کندهار کې د هغو خبريالانو لپاره چې په رواني ناروغۍ اخته او له ګواښ سره یې مخ دي د رواني روغتيا ورکشاپونه پېل کړي دي.
لودین وایي، دغلته د شته خبريالانو روغتيايي وضعيت به د يوه متخصص ارواپوه له لوري ارزول کيږي او له هغه وروسته به ورته ځانګړې لارښوونې کيږي.
احمد لودين زیاته کړه: «کندهار کې خبريالان هر يو په هره برخه کې ستونزې لري، موږ دا شی درک کړی و، بيا مو دا ډول ورکشاپونه ورته پېل کړل، يوه دوره د رواني ناروغيو ورکشاپ مو ورکړ چې د کندهار د ملي، محلي او نړيوالو رسنيو شلو تنو خبريالانو پکې ګډون کړی و او دا پروسه به دوامداره کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال کندهار کې د یوې خصوصي رسنۍ بې دندې شوي خبریال نصیر میرزایي په خپل کور ځان وژنه وکړه او خپله ژوند ته یې د پای ټکي کیښود.
د هغه د ملګرو په وينا چې نوموړی له يوه کال راهيسې په رواني ناروغۍ اخته و، چې له همدې وجې يې ځان په ډزو وواژه.
همداراز کندهار کې د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د ټولنې د معلوماتو له مخې چې واک ته د طالبانو له رسيدو وړاندې په دې ولايت کې ۵۰۰ تنو په رسنیزه برخه کې دندې ترسره کولې چې له هغې ډلې اوس مهال يوازې ۳۰۰ او ۹ تنه پر خپلو دندو پاتې دي.
د دې بنسټ د معلوماتو پراساس چې د طالبانو له واکمنېدو څخه وړاندې کندهار ولايت کې شاوخوا ۲۱ بېلابېلو رسنيو فعاليت درلود چې له ډلې يې اوس مهال ۹ رسنۍ تړل شوي دي.
