سرچینه: نیمروز کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته کې ۱۰ داعشیان او درې طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: نیمروز کې یوه ځایي سرچینه ادعا کوي، چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري د داعش پر پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې سخته نښته شوي چې له امله یې ۱۰ داعشیان او درې طالبان وژل شوي دی.

سرچینه زیاتوي، طالبانو دغه عملیات تېره شپه (دوشنبه، ۱۴ د وري) ناوخته د زرنج ښار د «معصوم اباد» نومې سیمه کې ترسره کړي دي.

د دغې سرچینې په وینا، د طالبانو له لوري د داعش وسله والو پر پټنځای د عملیاتو د پېل سره هم مهاله نښته پېل شوه چې نږدې یو نیم ساعت یې دوام درلود.

سرچینه ادعا کوي، چې د جګړې په ترڅ کې ۱۰ داعش وسله وال او درې طالب ځواکونه وژل شوي دي.

موږ هڅه وکړل چې د یادې نښتې په اړه نیمروز کې د طالبانو ولایتي چارواکو نظر هم ولرو خو ولایتي مسوولینو تراوسه زموږ اړیکې ته ځواب نه دی ویلی.

دغه راز اطلاعات روز ته په استول شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اوریدل کېږي او د جګړې په ډګر کې د ځینو کسانو جسدونه هم لیدل کېږي.

اطلاعات روز په خپلواکه توګه دا نشي ویلی چې یاد جسدونه د کوم لوري غړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او کوم جدي ګواښ نه دی خو په دې وروستیو میاشتو کې د دوی ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.

تازه طالبانو ادعا کړې چې تېره شپه یې په بلخ ولایت کې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې شپږ داعشیان وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه