لوګر کې د ۱۷۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو

اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې د ولسي تړون ملي پروګرام ښاري برخه پرانیستل شوه، چې د مسوولينو په خبره په ۱۷۰ ميليونه افغانيو به پلی شي.  

ياد پروګرام د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د لوی رييس شميم خان کټوازي لخوا پرانيستل شو او ويې ويل چې له دې لارې به خلک په مستقيم ډول د خپلې اړتيا وړ پروژې انتخاب او پلې کړي.

کټوازي وويل چې دا ملي پروګرام به د پُل علم ښار د شل پرمختيايي شوراګانو له لارې د دې ښار په څلور ګذرونو کې پلی شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې برنامې له لارې به د سړکونو، کوڅو او تفريحي ځايونو جوړولو، برېښنايي اسانتياوو برابرولو او د ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وويل: «دولت تل د خلکو د هوساينې، پوهنې او اسانتياوو لپاره کار کوي، د ولسي تړون ملي پروګرام موخه دا ده چې خلکو ته د پروژو په ټاکلو، تصميم او پرمختګ کې مستقيمه ونډه ورکړل شي. موږ ژمن يو او د ځينو تخريبکارو منفي تبلغيات د خلکو روحيه نشي کمزورې کولی.»

شميم خان کټوازي له خلکو وغوښتل چې د چارو د ښه والي او انسجام په برخه کې له ولايتي ادارې سره همکاري زياته کړي.

کټوازي د لوګر ولايت پر اهميت ټينګار وکړ او له خصوصي سکتور څخه يې په دې ولايت کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه: «د لوګر ولايت ملي سوداګر دې دلته پانګونه وکړي، چې لوګر نور پرمختګ وکړي. دولت به سرمايه ګذارانو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړي.»

د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي وويل چې د مرکزي مسولينو ورتګ ولايتي ادارې ته قوت ورکوي او د چارو پر موثريت مثبت اغېز لري.

رحيمي ټينګار وکړ چې د ولسي تړون ملي پروګرام پر چارو او ښه پلې کېدو به څار ولري.

نوموړي زياته کړه: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد او خلکو خدمت او هوساينې ته کار کوي، خو مخالفين يوازې تخريب کوي. مخالفين پرمختيايي شوراګانو ته اخطارونه ورکوي، چې دا له ولس سره خيانت دی او له دې لارې خپل شوم اهداف تعقيبوي.»

د پُل علم اوسېدونکي د ولسي تړون ملي پروګرام پر پيل خوښ دي او وايي چې د هرې سيمې اړتياوو ته په کتو دې د پروژو په ټاکنه کې ور سره مرسته وشي.

د د دوی په استازيتوب قومي مشر حاجي ميرخان اغا وويل چې له دې لارې پلې کېدونکې پروژې به د پُل علم ښار د معياري کېدو او لازمو اسانتياوو رامنځته کېدو برخه کې ډېرې ګټورې وي.

اغا وايي: «موږ خوشاله يو او ان شاالله دا پوره اطمينان درکوو چې د دې پروژې په عملي کېدو او نظارت کې به سهم اخلو. زموږ غوښتنه دا ده چې په ښار کې د منظم لوی پلان له مخې نور ضروري کارونه هم تر سره شي.»

د ولسي تړون ملي پروګرام تر دې وړاندې د ياد ولايت په خوښۍ ولسوالي کې هم پيل شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه