د ارزګان د لېرې پرتو سیمو خلک خپلو ماشومانو ته د ښوونځیو جوړیدو غوښتنه کوي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د ارزګان د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي د نوي تعلیمي کال د پېل سره هم مهاله په خپلو سیمو کې ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابریدو او ښوونیزو مرکزونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

د دې ولايت د پوزې سيمې يو اوسيدونکی حضرت بلال وايي، چې له تېرو دوو لسيزو راهیسې يې په سيمه کې هيڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.

نوموړي وويل:«زموږ په سيمه کې هيڅ ښوونځی نشته بیخي زموږ ماشومان ښوونځی پيژني هم نه زموږ غوښتنه له مسوولينو څخه داده چې زموږ په سيمه کې ښوونيز مرکزونه فعال کړي.»

ورته مهال بیا د دغه لېرې پرتو سیمو ماشومان د ښوونځي نشتون له امله خپل وخت په لارو کوڅو کې عبث تیروي.

د ارزګان د تنګي د سيمي دوه تنه ماشومان زبیر احمد او ګل اغا وايي، چې دوی دامهال په سيمه کې له زده کړو بې برخې دي او خپله ورځ د کور په کارونو او ياهم د کلي په کوڅو په لوبو تيروي.

زبیر احمد وویل:«موږ ټوله ورځ په کوڅو کې لوبې کوو پخوا مو په مسجد کې سبق ویلې خو اوس هغه هم نشته ټوله ورځ د دې کلي ماشومان دلته لوبې کوي بل هيڅ کار نشته.»

ګل اغا بیا زیاتوي: «زموږ په کلي کې مکتبونه نشته ځينې ماشومان د خپلو پلرونو سره کار کوي او کله چې کار نه وي بیا دلته لوبې کوي.»

دغه راز په ارزګان کې يو تن مدني فعال شاه محمد محمدي وايي، چې دغلته په لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته د تعلیم د ارزښت په برخه کې عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او نه هم ښوونځي لري چې ماشومان یې زده کړې پکې وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د پوهنې ریيس خيرالله حقنما هم مني چې د دې ولایت په یوشمیر سیمو کې ښوونیز مرکزونه شتون نه لري.

هغه وايي، داسې ځايونه شته چې پکې تر ۳ زرو زیاتې کورنۍ ميشتې دي، خو لاهم یې ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي وویل، هېلې شته چې په يادو سيمو کې زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ارزګان ولايت د پوهنې رياست چارواکو خبر ورکړي و، چې دې ولایت کې ۱۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه