له برتيانيا څخه «د افغانستان د جګړې اتل» شړل؛ نظامي قومندانان هم له مخالفينو سره يو ځای شول

انځور: independent

اطلاعات روز: جګپوړي پوځي مشران، سياستوال او ډيپلوماټان له هغو ملاتړو سره يو ځای شوي چې له ريشي سوناک څخه يې غوښتي چې روانډا ته د «افغانستان د جګړې د يوه اتل» د شړلو مخه ونيسي.

د اينډيپينډينټ له راپور سره سم، د روانې اونۍ په سر کې د افغانستان يو پيلوټ چې د طالبانو له لاسه تېښتې ته اړ شوی و، د يوې وړې کښتۍ په وسيله ځان بريتانيا ته ورساوه، ځکه له امن او قانوني لارې ناکام شوی و.

ښاغلي سوناک ژمنه کړې چې د نوموړي افسوسناک وضعيت ته به رسيدګي کوي او د دوشنبې په ورځ يې له کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د پيلوټ وضعيت دې وارزوي.

د نړيوالې پرمختيا پخواني وزير روري استوارت ویلي، چې د پيلوټ کيسه «ډېره ټکان ورکوونکې» وه، ځکه دا له هغو ژمنو سره په مستقيمه توګه ټکر دی چې په افغانستان کې دوی ته ورکول شوې دي.

استوارت وويل: «موږ د هغو افغانانو له مسووليته ځان کاږو چې زموږ په څنګ کې د جنګېدلو له وجې يې ځان له خطر سره مخ کړ او اوس يې ژوند په خطر کې دی.»

ده وويل چې بريتانيا دوه چنده مسووليت لري ځکه «د پناه ورکولو د سيسټم هدف د هغو افرادو خونديتوب دی چې له ځورونې او شکنجې تښتي. دا ډېره د شرم وړ ده. موږ کولای شو او بايد ډېر کار وکړو. زموږ پر تمدن به له ډېرو زيانمنو خلکو سره زموږ د چلند له مخې قضاوت کېږي.»

سرلوری بريستو چې د ۲۰۲۱ په دوبي او د کابل د سقوط پر مهال په افغانستان کې د بريتانيا سفير و، خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د هغو وګړو ژوند له دې وجې په خطر کې دی چې «زموږ لپاره او له موږ سره يې کار وکړ.»

ده زياته کړې: «زموږ د ډيريو او په خپله زما ژوند د افغانستان د هغو وګړو پوروړی دی چې په افغانستان کې يې له هغوی سره کار وکړ او تر څنګ يې وجنګېدل.»

د مشترکو عملياتو پخوانی رييس جنرال سر ريچارډ بارونز چې په افغانستان کې يې خدمت کړی دی، وويل بريتانيا ته د پيلوټ د رسيدنې مسير بايد د هغه د پناه غوښتنې پر چانس اغېز ونه لري.

ده وويل: «مسئله بايد پېچلې نشي. دا پيلوټ دلته حق لري او يا يې نه لري. دا واقعيت دی چې له نورو هيوادونو را تېر شوی او دلته راغلی دی، د تخليې په بهير کې د دولت ګډوډيو ته په پام سره ډېره د حيرانۍ خبره نه ده.»

د لومړي وزير مرستيال دومينيک راب د چهارشنبې په ورځ بيا – بيا د دې جنجال له کبله وننګول شو او هڅه يې وکړه چې ځواب ووايي.

ښاغلي راب د ځواب ورکولو د هڅې پر مهال وويل، چې دولت اراده لري چې هغه جنايتکار بانډونه وځپي چې د وړو کښتيو له لارې خلک بريتانيا ته راولي او د پناه غوښتنې غير قانوني سوداګرۍ ته وده ورکوي.

خو سرهنګ سيمون ديګينز چې په افغانستان کې يې د بريتانيا په دفاعي ځواکونو کې خدمت کړی او له کابله يې د تخليې په عملياتو کې هم رول درلود، ويلي دي: «موږ بايد دا اصطلاح ونه منو چې هغه دلته غير قانوني راغلی دی. دا لهجه د ده په څېر د هغو افرادو لپاره مناسبه نه ده چې دلته ته د راتګ لپاره يې بله هيڅ امن لار نه درلوده. داسې چلند له هغه چا سره کول ډېر وحشتناک دی چې زموږ د متحدو ځواکونو غړی و.»

په افغانستان او عراق کې د بريتانيا پخواني سفير سر ويليام پټی د هغه سخت خطر په اړه خبرداری ورکړی دی چې د پاتې کېدلو په صورت کې ورسره د «جګړې دا قهرمان» مخ کېدلای شوای.

ده وويل: «دی د طالبانو پر خلاف د جنګي ماموريتونو له وجې بې له شکه په افغانستان کې له مستقيم خطر سره مخ و. دی وژل کېدلای شوای. زه په رښتيا هم نه پوهېږم چې دی څرنګه نشي کولای چې پناه واخلي يا هم د افغانستان د (پناه غوښتنې) له شرايطو سره برابر شي. روانډا ته لېږل يې يو څه خندوونکي دي.»

د پوځ مشر ټيم کراس چې په عراق، بالکان او شمالي ايرلينډ کې يې خدمت کړی دی، دا پرېکړه له «سليم عقل يا هم په بل عبارت د هغه له نشتون» سره مخالفه ګڼلې.

ده ويلي: «که دا کس د افغانستان د ځواکونو يو غړی و او له ايتلاف سره په څنګ کې جنګېده، نو هغه خطرونه شکاره دي چې ده ته متوجې و. له افغانستانه د وتلو بهير په ټوله کې وحشتناک و او په دې لړ کې ځينې موارد د هغو انساني تېروتنو پايلې دي چې موږ د افغانستان او عراق په څېر ځايونو کې کړې دي.»

د افغانستان دا پخوانی سرتېری چې د طالبانو پر خلاف يې ۳۰ جنګي ماموريتونه ترسره کړي، د ايتلافي ځواکونو د ناظر له لوري «له خپل ملت سره د وطنپالنې» لقب ورکړل شوی و.

د کورنيو چارو وزارت له لوري چې کوم ايميل لېږل شوی دی، پکې راغلي دي چې ده د ايټاليا، سويس او فرانسې له لارې انګلستان ته سفر کړی دی، شونې ده چې د بريتانيا د پناه غوښتنې په سيسټم کې يې دا کار پوښتنې را پيدا کړي … او روانډا ته د [پيلوټ] انتقال هم يو انتخاب کېدلای شي.»

کورنيو چارو وزارت همدا راز پيلوټ ته ويلي، چې ښايي د ده شخصي اطلاعات د روانډا له چارواکو سره شريک شي. د دې اقدام مطلب دادی چې نوموړی د امريکايي او برتانيايي ځواکونو له لوري «هېرېږي».

د بريتانيا پخواني دفاع وزير کِوان جونز ويلي: «موږ د دې افرادو پوروړي يو. له دوی سره بايد داسې چلند ونشي. له خپلو ملګرو څخه د ملاتړ په لړ کې دا د بريتانيا لپاره يو پيغور دی.»

ده زياته کړې: «موږ تل خپلو ملګرو ته ژمن يو. موږ بايد همدې چلند ته دوام ورکړو. دا دولت په دې او ډېرو نورو موردونو کې دا کار نه کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه