د پکتيکا نوی امنيه قوماندان: له فساد سره مبارزه او د امنيت ټينګښت مې لومړيتوبونه دي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت نوی امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران وايي چې د امنيت ټينګښت او له فساد سره مبارزه يې کاري لومړيتوبونه دي او هڅه به وکړي چې سقوط شوې ولسوالۍ بېرته فعالې کړي.

کامران اطلاعات روز ته وويل چې د يادو چارو د ښه مخ ته تګ او ثبات لپاره به له خلکو او د ټولنې له ټولو قشرونو سره اړيکې نورې هم زياتې شي.

نوموړي زياته کړه چې د پرمختيايي چارو او ښې حکومتولي لپاره امنيت اساسي اړتيا ده او د دې لپاره به په پوره قاطعيت دنده تر سره کړي.

لطف الله کامران وايي: «موږ د خلکو خدمتګاران يو او دا چوکۍ د ملت امانت دی. فساد په هېڅ صورت راته د منلو ندی او د خپل شفافيت او له خلکو سره د سالمو او نږدې اړيکو له لارې ډېرې ستونزې حل کولی شو.»

سمونوال لطف الله کامران د دندې له پيل سره سم د پوليسو له ځينو قطعاتو او درې ولسواليو څخه هم ليدنه وکړه او مسولينو ته يې د وسله والو مخالفينو د ځپلو امر وکړ.

کامران وويل: «دا وطن زموږ د مور حيثيت لري او ساتنه يې پر موږ فرض ده. طالب پردۍ مرداره استخباراتي پروژه ده، چې جګړه يې نه اسلامي اصل لري او نه انساني اساس؛ زموږ د وطن ساتنه جهاد او هر ساعت وظيفه عبادت ده. دښمن وځپئ او له منځه يې يوسئ.»

د ښرنې اوسېدونکی حاجي اول جان وايي چې له خلکو سره د پوليسو اړيکې د جرمونو او امنيتي په پېښو په کموالي کې ډېر اغېزمن تماميږي.

جان د امنيت او ټولنيز ثبات په ساتنه کې د خلکو ونډه بنسټيزه بولي او ټينګار کوي چې خلک بايد له بېلابېلو امنيتي او کشفي ارګانونو سره د امنيت په ساتنه کې ولسي همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه: «پکتيکا ډېر لوی ولايت دی، ۲۴ ولسوالۍ لري، د ټولو سيمو امنيت يې د يوې ادارې يا يوه ډله کسانو لپاره ډېر سخت دی، خو د خلکو په همکاري هر څه کيږي. هم پوليس بايد خلک راخپل کړي او هم خلک بايد له امنيتي ځواکونو سره، چې د دوی اولادونه دي، کومک وکړي.»

د خيرکوټ ولسوالي اوسېدونکی نصيب الله له امنيتي مسولينو لويو لارو امن کولو ته د پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې په لويو لارو کې د غلاوو او د خلکو د مالونو د چور مخنيوی پر دولت د خلکو باور ډېروي.

نصيب وويل: «د نوي قومندان صيب په اړه مې اوريدلي چې ډېر فعال او د کار سړی دی، هيله ده چې پکتيکا کې امنيتي برخه کې مهم کارونه وکړي او د فساد مخه ونيسي. که دوی خلکو سره ښه وي، خلک به هم ور سره نږدې او مشکلات به کم وي. نکه، ګيان او اومنه سقوط ولسوالۍ دي، خو دوی يې په داسې ډول په اسانۍ نيولی شي.»

سمونوال لطف الله کامران تر دې وړاندې د پکتيا ولايت د امنيت د آمر او سرپرست امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه