اطلاعات روز: له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو په تړاو د اسنادو د وړاندې کولو د وخت له پای ته رسېدو سره هم مهاله د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې جمهوريت غوښتونکي رييس ويلي، چې د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزير آنټوني بلينکن احضاريه يې لاسليک کړې ده.
د رويټرز خبري اژانس په وينا، مايک مک کال چې له افغانستانه د امريکا د ګډې-وډې وتنې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي، تر دوشنبې ورځې پورې يې د بهرنيو چارو وزارت ته وخت ورکړی و، چې اسناد وړاندې کړي.
د امريکا د استازو د مجلس جمهوريت غوښتونکي او يو شمير ډيموکراټان وايي، چې د بې نظمه وتنې په اړه چې پر مهال يې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امريکايي نظاميان هم ووژل شول، بشپړ راپور نه دی وړاندې شوی.
مک کال په يوه اعلاميه کې ويلي، چې بلينکن دی اړ کړی دی چې د بهرنيو اړيکو د کميټې د رييس په توګه لومړنۍ احضاريه صادره کړي. ده زياته کړې چې دا احضاريه نن سهار (سېشنبه، ۸ د وري) سپارل کېږي.
وال سټريټ ژورنال د ۲۰۲۱ پر مهال راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ ډيپلوماټانو د په اصطلاح مخالف کانال له لارې د يوه محرم ټيليګراف لېږنې په وسيله بلينکن ته د ۲۰۲۱ په جولای کې خبر ورکړی و چې که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ښايي کابل د طالبانو په لاس سقوط شي.
داسې ښکاري چې د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو کميټه د دې ټيليګراف په اړه وضاحت غواړي.
بليکن تېره اونۍ د استماع په غونډه کې ويلي و، چې دې وزارت اطلاعات شريک کړي دي او د زياتو اطلاعاتو لپاره هڅې کوي، مګر ځينې ځانګړي جزييات يوازې له لوړپوړو چارواکو سره شريکولای شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه ویاند د دې احضاريې په اړه د رويټرز په غوښتنه په ځواب کې دې محرم ټيليګراف ته اشاره کړې او ويلي يې دي: «د مخالف کانال محرم ساتنه زموږ لپاره حياتي ده.»
ده ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت «تيار دی چې په ټيليګراف کې اړوند معلومات د توجيهي غونډو يا هم ځينو نورو ميکانيزمونو له لارې شريک کړي.»
له افغانستانه د امريکا وتنه د کنګرې د جمهوريت غوښتونکو له لوري له نيوکو سره مخ ده.
