د طالبانو له لوري د مطيع الله ويسا نيولو پراخ غبرګونه راپارولي

انځور: PenPath

اطلاعات روز: طالبانو د «قلم لار» ټولنې مشر او د زده کړو د برخې فعال مطيع الله ويسا چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې به یې خلک د ولسي کمپاین له لارې زده کړو ته هڅول تېره ورځ په کابل کې نيولی دی.

نوموړي زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې کار کاوه. د ويسا تر مشرۍ لاندې د «قلم لار» په نوم بنسټ په لېرې پرتو سيمو کې سيار ښوونځي جوړوي.

طالبانو تر اوسه د مطيع الله ويسا د نيولو په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم د نيول کېدو دليل معلوم دی.

غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) له طالبانو غوښتي چې د «قلم لار» ښوونيز بنسټ د بنسټګر مطيع الله ويسا د نيول کېدو دليل دې روښانه کړي.

يوناما نن (سې‌شنبه، ۸ د وري) د یوه ټويټ له لارې له طالبانو غوښتي چې د ده د ساتل کېدو ځای دې مشخص کړي او د ده کورنۍ ته دې د نوموړي د لاسرسي زمينه برابره شي.

ورته مهال کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مشرې رافیلا لودیس د ويسا نيول کېدل ټکان ورکوونکي بللي دي. هغې په يوه ټويټ کې ليکلي چې ويسا يو داسې څوک دی چې له خپل هيواد سره مينه لري او د زده کړې لپاره کار کوي.

رافیلا لودیس ليکلي: «موږ بايد د افغانستان د بيا رغونې لپاره هڅې وکړو. موږ بايد له ننګونو او ستونزو ونه وېرېږو؛ بايد افغانستان د سولې کور کړو.»

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ نن د دې مدني فعال د نيونې په اړه انديښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ويسا امنيت اوله درجه مهم دی او د ده ټول حقونه بايد رعايت شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت له دفتر (يوناما) څخه غوښتي چې د طالبانو له بنده د زده کړې په برخه کې د فعال مطيع الله ويسا د خوشې کولو لپاره هلې – ځلې وکړي.

فايق په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ويسا يو واقعي هيوادپالی دی چې د زده کړې د ملاتړ له لارې د ټولو وګړو خدمت کوي.

اخوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د طالبانو له لوري د قلم لار ټولنې د مشر په نیولو نیوکه کړې او ویلي یې دي « د تعلیم یا بشر حقونو په اړه خبره کول هېڅ جرم نه دی، مونږ غوښتنه کوو، چې مطیع الله ویسا او نورایل کلیوال باید ژر تر ژره راخوشې شي.»

طالبانو تر دې وړاندي د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پر بندېدلو يې اعتراض کړی و، نيولی و او تر يوې مياشتې بند وروسته يې پرېښود.

طالب چارواکو مشعل د دې ډلې پر ضد د خلکو په راپارونه تورن کړی و.

د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو له بنديزونو سره – سره طالبانو د افغانستان د وګړو پر ټولنيزې او بيان پر ازادۍ هم پراخ محدوديتونه لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه