اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې وسله والو غلو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د تېر حکومت یو افسر د چړو په ګوزارونو وژلی او موټر یې ترې تښتولی دی.
د وژل شوي کس نږدې ملګری ملیار وایي، وژل شوی کس هابیل نومیده چې اصلي د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ د «توتو» سیمې اوسیدونکی او د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ننګرهار امنیې قومندانۍ کې د جنایي مدیریت افسر و، چې له سیاسي بدلون وروسته له دندې ګوښه او اوس یې د بې روزګارۍ له امله د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ټوډي موټر چلوه.
ملیار زیاتوي، هابیل وړمه شپه (شنبه، ۵ د وري) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت اړوند «سرخکانو» سیمه کې وسله والو غلو هغه د چړو په ګوزارونو وهلی او وژلی یې دی.
هغه وایي، غلو د نوموړي مړی هملته غورځولی و او ټوډي موټر یې ترې تښتولی دی.
ملیار وویل: «هابیل د کابل څخه جلال اباد ته په لاره و او همدغه غلو له کابله دربست کړی هم و؛ نو کله چې سرخکانو سیمه ته رسیږي د شا لخوا پرې غلو د چړو ګوزار کړی او هغه یې وژلی دی مونږ یې مړی تیره ورځ پیدا کړی هغه په تیر حکومت کې هم دنده درلوده.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د طالبانو امنیتي چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
