ارزګان کې کوچیان: څړځایونه مو غصب شوی او د ځایي خلکو له بد چلند سره مخ یو

اطلاعات روز: ارزګان کې کوچيان وايي، دغه ولایت کې یې ځړځایونه غصب شوي چې له امله یې د دوی مالداري کمه شوي او ترڅنګ یې د ځایي خلکو له بد چلند سره هم مخ دي.

يو تن کوچی عبدالغفار وایي، په تيرو کلونو کې د دوی د مالونو لپاره څړځايونه پراخ وو، خو په خبره يې چې اوس نه د پخوا په څير ځړځايونه شته او نه هم په هغه اندازه مالونه ورپاتې دي.

دی زیاتوي، چې له دوی سره د ځمکو لرونکو کسانو لخوا ښه چلند نه کيږي او ډيری وخت يې ګډې او کیږدۍ خپلو کورونو څخه نږدې نه پریږدي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه د ستونزو د حل غوښتنه کوي او زياتوي چې د یوه افغان قشر په توګه دې دوی ته خپل حقه حقوق ورکړي.

يو شمير نور کوچيان هم له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او زياتوي چې اوسني دولت له پامه غورځولي او د څه باندې یوه کال راهیسې یی ورسره هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

د ساعت محمد او دادګل په نوم دوه تنه کوچیان وايي، چې نړيوالو مرسته کوونکو ادارو هم دوی له پامه غورځولي او شته اقتصادي وضعيت ته يې هيڅ پاملرنه نه کوي.

دوی زیاتوي، چې تر سياسي بدلون وروسته يې د مالونو لپاره د خوراکې په قيمتونو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی او دوی یې د اخیستلو وس نه لري.

ساعت محمد وویل: «نه خيمه لرو او نه ترپال لرو او نه د کور د کرايې وس لرو په دغه کلي کې ډير داسې خلک شته چې د ماښام ډوډۍ نه لري زموږ سره باید مرستې وشي کله چې دغه بدلون راغلی هر شی لوړ شوي زموږ مالونه وږي وو ډيرو کوچيانو خپل مالونه وپلورل په هيڅ شي مو وس نه رسيږي.»

دادګل بیا وایي:« په ۱۰ زره مو يو پسه اخيستی ټوله ژمۍ مو وساته اوس په ۱۵ زره نه پلورل کيږی ولاکه يا حکومتونه موږ ته پام کوي او يا نړیوال موږ ته پام کوي موږ هم د الله ج بندياګان يو.»

اخوا بیا په دې ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وایي، چې په ارزګان کي د میشتو کوچیانو یادې ستونزي یې اوریدلي او تازه یی هڅې پېل کړي چي د بشرې مرسته کوونکو بنسټونه له لارې د دوی دغه غوښتنې پوره کړي.

ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس اغاولي قريشي وايي، هيله لري چې د موسېساتو په مرسته به د کوچيانو شته ستونزې کړي.

په تېر جمهوري نظام کې کوچيانو په دولتي برخه کې خپل امريت درلوده، خو د طالبانو راتګ سره دغې ډلې په ولایتونو یاد امریت له منځه وړی او د کرنې او مالدارۍ ریاست کې یې مدغم کړی دی.

د معلوماتو له مخې دامهال د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې په زرګونه کوچيان ميشت دي چې د خپل ژوند اړتياوې له مالدارۍ څخه پوره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه