اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت لا هم مخ پر خرابېدو دی.
دې سازمان نن (شنبه، ۵ د وري) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو بنديز ته دوام ورکړی دی.
په دې راپور کې راغلي، چې هغه خنډونه نه دي ختم شوي چې افغان ښځې ورسره مخ دي.
ښځينه فعالې محبوبه سراج د بښنې نړيوال سازمان ته ويلي: «افغان ښځې مه هېروئ، زموږ غږ شئ او خپل غږ له خپلو دولتونو سره يو ځای پورته کړئ. نوره مبارزه پر موږ ده او دوام به ورکوو.»
د بښنې د نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان د وګړو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ملاتړ پر ژمنه عمل نه دی کړی، بلکې تاوتريخوالی يې هم پېل کړی دی او په بشپړ مصونيت سره بشري حقونه نقضوي.
د دې سازمان په وينا، په هره جبهه کې پر بشري حقونو بريد شوی دی.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې چې طالبان دې ژر تر ژره خپلې پرېکړې بدلې کړي او له کوم قيد او شرط پرته دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف خپل بنديزونه لغوه کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکريې بارکزۍ د بښنې نړيوال سازمان ته ويلي، چې بايد د افغانستان د ښځو ملاتړ وشي.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ښځې او نجونې له زده کړو او کار محرومې کړې دي.
د طالبانو له پرلپسې ژمنو سره – سره ښوونځي او پوهنتونونه په روان کال کې د نجونو پرمخ نه دي پرانيستل شوي.
