ننګرهاریان وایي، طالبانو ترې د «نوروز» ورځ هېره کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي وایي، طالبانو اجازه نه ده ورکړې چې د «نوروز» دودیز کلتوري جشن ولمانځي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی کامران وایي، طالبان په زوره له خلکو د خوښۍ ورځې اخلي او په یوه او بله بهانه اجازه نه ورکوي چې د تیرو کلونو په څیر د نوروز ورځ ولمانځي.

نوموړی زیاتوي طالبان د نوي کال ورځې لمانځل حرام بولي او په دې بهانه هڅه کوي چې د افغاني کلتور ځانګړې ورځې د خلکو له یاده وباسي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی بلال احمد هم ورته شکایت کوي او وایي، له نوروز سره د طالبانو د دښمنۍ هڅه کیږي، چې مذهبي وښودل شي خو د دې هر څه  ترشا بېلابېل لاملونه موجود دي.

نوموړی زیاتوي نن یې له خپلو ملګرو سره غوښتل د نوي کال ورځ ولمانځي او په همدې بهانه دره نور ولسوالۍ ته په تفریح لاړ شي خو وایي، د بهسودو په پله کې ورته د طالبانو امربالمعروف ریاست مسوولینو ویلي، چې د نوروز لمانځل په اسلام کې نشته او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دغه ورځ دې په ځانګړي ډول ولمانځي.

نوموړی زیاتوي چې نوروز جشن څو زره کلنه تاریخچه لري او افغانان د دغه ګډ میراث د شریکانو په توګه حق لري چې خپل دا کلتوري میراث ژوندی وساتي.

بلال احمد زیاتوي: «له کله چې طالبان راغلي اقتصادي ستونزې، بې روزګاري، فقر او بې وزلي اوج ته رسیدلي او دغه راز خلک د خوښیو د ورځو له لمانځل کیدو هم منع شوي.»

د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی اتل خان هم له طالبانو شکایت کوي او وایي، د سیمې په زیاتره هیوادونو کې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي، خو طالبانو پر دوی د دې ورځې لمانځل بند کړي او په خپلو فتواوو کې یې د نوروز لمانځل حرام یاد کړي.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې د نوي لمریز کال پېل سره دې په خپل سخت دریزۍ کې نرمښت راولي او دغه راز دې نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

عام نظر دا دی که طالبان د نوي کال په پېل سره په خپل دریځ کې نرمي را نه ولي او دغه راز له نړیوالو سره تعامل ونه کړي، نو اندیښنه شته چې روان کال به نه یوازې د طالبانو حکومت ته له ستونزو ډک کال وي بلکې عام افغانان به نور هم له اقتصادي اړخه وځپل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه