سرچينې: طالبان په هرات کې تفريحي ځايونو ته د کورنيو د تګ مخنيوی کوي

اطلاعات روز: هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبين له ښار څخه په وتونکو دروازو کې ولاړ دي او تفريحي ځايونو ته د کورنيو د تګ مخه نيسي.

سرچينو نن (سې‌شنبه، ۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره له سهاره تر اوسه د هرات ښار په «کمرکلاغ»، «پل هاشمی»، «شيدايي» او «پل مالان» دروازو کې ولاړ دي.

د سرچينو په وينا، د طالبانو دا کارمندان هغه موټر بيرته ګرځوي چې کورنۍ پکې وي او تفريح ځايونو ته د تلو اراده لري.

سرچينې زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبين خلکو ته وايي، چې د نوروز لمانځل حرام دي او په دې ورځ ميله کول ګناه لري. دوی همدا راز وايي چې خلک کولای شي په نورو ورځو کې تفريح ته ولاړ شي.

طالبان د نوروز لمانځل حرام ګڼي او د نوروز جشن يې د افغانستان له کليزې هم ايستلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو د دايکندي ولايت له اوسېدونکو سره په وروستۍ غونډه کې د نوي لمريز کال يا نوروز لمانځل «ناروا» اعلان کړي.

د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د لمريز کال په لومړۍ ورځ به د نوروز جشن و او په رسمي توګه به په کابل او د بلخ په شمول په شمالي ولايتونو کې لمانځل کېده.

نوروز يو لرغونی جشن دی چې د ايران، تاجکستان، اذربايجان او د نړۍ د نورو ځايونو په مشترکه تمدني حوزه کې لمانځل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه