اطلاعات روز: ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره نن (دوشنبه، ۲۹ د کب) ترسره شوه چې پکې د هیواد له بېلابېلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو هم ګډون کړی وو.
د مشاعرې د پېل پرمهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس نورمحمد حنیف د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له شاعرانو یې وغوښتل، چې د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځای ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.
حنیف کړه: «د نارنج ګل مشاعرې موخه دا ده، چې دودیز ارزښتونه او اصیل فرهنګ وده وکړي، شاعران او لیکوالان د ټولنې ستونزې په هنري ژبه وړاندې کړي او د بیان ازادۍ اصل ته کار وشي او د ټولنې د اصلاح لپاره د هنر ژبه وکارول شي او دغه راز ځوانان ملي فکر ته هڅول دي.»
له کوزې پښتونخوا هم یو شمېر شاعرانو دې مشاعره کې ګډون کړی وو.
د یادې سیمې یو شاعر قیصرمنیروال هم هغه شعرونه له ارزښت نه ډک یاد کړل، چې د وطن مینه او ولس ته پکې مثبت پيغام پروت وي.
منیروال زیاتوي: «شاعرانو او لیکوالانو ته په کار ده هغه که د بره پښتونخوا وي او که د کوزې پښتونخوا وي، باید سولې او یوالي ته کار وکړي او شته ستونزو ته د هنر په ژبه حل لار ولټوي، دا ډول مشاعرې ډیرې ګټورې دي او له دې لارې شاعران کولای شي د مینې او یوالي پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي او لا دې هڅه وشي چې دا ډول مشاعرې برابرې شي.»
د مشاعرې ګډونوال عثمان همدرد هم د دا ډول مشاعرو جوړیدل ستایې او زیاتوي چې د نارنج ګل په شان دودیزې مشاعرې کولای شي، ولسي خلک د تفریح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر کړي.
همدرد زیاته کړه: «دا ډول مشاعرې د ځوانانو د تفریح او فکري ودې لپاره مهمې دي، په دې سره نه یوازې دا چې نوی نسل د پښتو ادب په برخه کې کار ته هڅوي بلکې په فکري روزنه کې هم رول لري.»
مشاعرې ته ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل او د خپلو شعرونو خواږه یې له خپلو مینه والو سره شریک کړل.
د مشاعرې په څنډه کې د خطاط او رسام پرواز په خپل لاس کښل شوې انځورګري هم نندارې ته اېښي څو د خپل هنر په ژبه خلکو ته بېلابېل پيغامونه ورسوي.
نارنج ګل مشاعره له کلونو راهيسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ترسره کېږي او د هېواد له ګوټ ګوټ نه سلګونه شاعران او د شعر مینه وال پکې برخه اخلي.
