سږ کال ننګرهار کې په یوولس زره جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اتلس ولسوالیو کې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد طاهر مبارز وایي، چې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس یې د ننګرهار په ټولو هغه ولسوالیو کې په یوولس زره جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه ولایت کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کړندۍ کړې او یوازې په تیر یوه کال کې یې د شپږ زره کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق، خرڅلاو او کر په تور۳۴۹ کسان نیولي دي.

هغه وایي، چې د مخدره موادو د مخنیوي سربېره یې د ښار له مختلفو سیمو سلګونه په نشه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې ځانګړي شوي روغتون ته استولي دي.

مبارز زیاتوي: «په ننګرهار کې د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لوري په ټولو هغه ولسوالیو کې چې کوکنار کرل شوي وو، له منځنه وړل شوي او دغه راز مو د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۳۴۹ کسان هم نیولي او له دغه کسانو څخه ۴۹ وسایط هم ترلاسه کړي.»

ننګرهار کې د طالبانو له لوري په ۱۱ زره جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي. انځور: خواله رسنۍ

نوموړی وایي، چې په ننګرهار کې د کوکنارو کر صفر شوی او هڅه کوي بزګران نورو بدیلو فصلونو کرلو ته وهڅوي.

په ورته مهال د ننګرهار بزګران شکایت کوي چې د طالبانو له لوري یې په ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي او په بدیل کې یې ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

منیراحمد د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په خپله پنځه جریبه ځمکه یې کوکنار کرلي و، وایي چې ټولې هیلې یې د کوکنار فصل ته وې او تمه یې درلوده چې له دې لارې به خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

منیراحمد زیاتوي: «په پنځه جریبه ځمکه مې کوکنار کرلي وو، خو د طالبانو له لوري له منځه یوړل شول او زه دې حالت له زیاتو ستونزو سره مخ کړی یم؛ ځکه اقتصادي وضعیت مې خراب دی او راباندې قرضونه زیات دي ټوله هیله مې همدا کوکنارو ته وو چې له دې لارې به پېسې وګټم خو طالبانو مې هر څه له خاور سره خاورې کړل او په بدیل کې یې هیڅ هم ماته رانه کړل.

که طالبان زمونږ په ځمکو کرل شوي کوکنار اړوي نو باید مونږ ته په بدیل کې نور څه راکړي، څو له دې لارې وکولای شو چې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړو.»

د دغه ولایت نور بزګران وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره خلک له غربت سره مخ شوي او فکر کوي، چې د کوکنارو په کر سره به یې ژوند ښه شي؛ ځکه چې د کوکنارو حاصل په لوړه بیه پلورل کېږي.

د چپرهار ولسوالۍ یو بزګر محمد سلیم وايي، د طالبانو حکومت د کاري زمینې برابرولو او دغه راز بزګرانو ته د کوکنارو بدیل برابرلو په برخه کې پاتې راغلی دی.

محمد سلیم زیاتوي: «د طالبانو دحکومت په راتګ سره اقتصادي ستونزې او بې روزګاري بیخي زیاته شوې او مونږ په دې خاطر کوکنار کرلي و، چې له دې لارې به مو اقتصادي ستونزې حل شي خو د طالبانو له لوري نه یوازې دا چې د خلکو د ژوند ښه کیدو لپاره یې هیڅ نه دي کړي بلکې زمونږ په پټیو کې شته کوکنار یې هم له منځه وړي دي او بزګران یې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.»

د دغه ولایت دشینوارو ولسوالۍ یو بل بزګر عزیزالله چې سږکال یې په دهقانۍ کوکنار کرلي و، شکایت کوي او وایي څه ډول چې لازمه ده طالبانو له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو اړینو وسایلو په برخه کې د پام وړ اقدام نه دی کړی.

عزیزالله زیاتوي: «بزګران له زیاتو ستونزو سره مخ دي طالبان پر ځای د دې چې له بزګرانو سره مرسته وکړي دوی ته زیان اړوي او په ځمکو یې کرل شوي حاصل ته رسیدلي کوکنار له منځه وړي، مونږ په دې پوهیږو چې کوکنارو کرل غیر قانوني دي؛ خو مونږ دا هر څه له مجبورۍ کوو او له همدې لارې غواړو خپلې اقتصادي ستونزو حل کړو له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې باید له بزګرانو سره نغدي او نورو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې د کرونده ګرو لاسنیوی وکړي او که داسې ونشي نو زیاتره بزګران به له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.»

واک ته د طالبانو په رسیدو سره د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو مخدره توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګاوه.

طالب چارواکي وایي، په ټول هیواد کې یې د کوکنارو د کروندو پر له منځه وړل پېل کړی او دا چاره به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو یې ټولې ځمکې د کوکنارو له بوټو پاکې کړې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د کوکنارو د کښت سربیره تازه د بنګو پر کښت هم بندیز لګولی او سرغړونکو سره یې د قانونی چلند خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه