اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په غرونو کې د شنو ونو د بې رحمانه وهنې لړۍ لاهم دوام لري او ځینې کسان یې په ناقانونه توګه پاکستان ته هم انتقالوي.
ګومل، برمل، ارګون، ګیان د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې غرونو کې یې په لویه کچه طبعي ونې شتون لري او له همدې لارې ځايي خلک د ژوند لومړنۍ اقتصادي ستونزې پوره کوي.
یاد ولایت کې په دې وروستیو کې د شنو ونو د ناقانونه پرې کونې او قاچاق پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي چې د مخنیوي لپاره یې د دغه ولایت اوسېدونکي له طالبانو د عملي اقدام غوښتنه کوي.
د ګومل ولسوالۍ یو اوسېدونکي شور اطلاعات روز ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ډېرو داسې پېښو سره مخ شوی چې له امله یې ځايي خلک په غرونو کې شنې ونې په بې رحمانه ډول پرې کوي او یوه نامعلوم ځای ته یې انتقالوي.
هغه زیاته کړه، که د دې کار مخنیوی و نه شي، نو د ګومل شنه غرونه به په نږدې وخت کې د ونو له نشتون سره مخ شي.
نوموړی وايي: «دلته په ګومل کې ځینې غرونه شته، چې غرونه یې لوړې لوړې ونې لري، خو په دې وروستیو کې ځینې کسان دغو غرونو ته ورخېږي او په پیکپ موټرو کې شنې ونې راوړي، چې تر اوسه یې د مخنیوي لپاره طالبانو هیڅ اقدام نه دی کړی، نو زمونږ غوښتنه دا دی چې د دې د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.»
ارګون د پکتیکا بله هغه ولسوالۍ ده، چې غرونه یې د نورو ونو ترڅنګ پرېمانه جلغوزي هم لري، خو د دې ونو د ساتنې لپاره تر اوسه په دغه ولسوالۍ کې عملي قدامات نه دي شوي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ونو په ناقانونه پرېکولو اندېښمن دي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
د ارګون یو تن اوسېدونکي روح الله ځدراڼ داسې وویل: «زمونږ د ارګون غرونه ډېرې ښې ونې لري او هر کال خلک په زیاته اندازه ورڅخه جلغوزي هم تر لاسه کوي، خو دلته یوه ستونزه شته چې ځینې خلک په ښکاره او پټه په غرونو کې ونې پرې کوي او وروسته یې خرڅوي، چې د دې له امله د غرونو زیاتې برخې رنګړۍ شوې دي.»
که هم د پکتیکا کې د شنو ځنګلونو پرې کولو مخنیوي برخه کې تېر او اوسني حکومتونو د پام وړ هڅې نه دي کړې، خو د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې بیا ځايي خلکو د قومي تړون له مخې د شنو ځنګلو په پرې کولو قومي ناغې ټاکلي چې تر ډېره بریالۍ هم تمامې شوې دي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د قومي تړون لپاره دې په پاتې ولسوالیو کې هم ورته هڅې وشي، تر څو د ونو د پرې کولو او قاچاق مخ ونیول شي.
په پکتیکا کې د طالبانو ولایتي مسوولینو تل په غرونو کې د شنو ونو د پرې کولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د دې لپاره څه موده وړاندې دغه ولایت ته له پلازمینې کابل څخه د شنو ونو او ځنګلو د مخنیوي کمیسیون هم تللی و او په یوې غونډه کې یې د ځنګلو د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي لپاره د شنې قطعې د جوړېدو ډاډ ورکړی، خو د دې باوجود لاهم د ځنګل وهلو لړۍ نه دی درول شوې.
د پکتیکا ور هاخوا په خوست، پکتیا او لوګر کې هم په ځینو ولسوالیو کې په ناقانونه او بې رحمانه ډول ځنګلونه پرې کیږي او زیاته برخه یې پاکستان ته انتقالیږي.
