اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له امله دوه کسانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وایي، چې دغه پیښه تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د کب) ناوخته د دې ولایت قرغیو ولسوالۍ د «کفترخانو» په سیمه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د دوه کرولا ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې ننګرهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیر ویلي و، چې سږ کال د دغه ولايت په لویو لارو کې ۸۵ ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې ۴۰ تنه مړه او ۱۰۲ نور ټپيان شوي دي.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي.
