ارزګان کې د ۹۰۰ ميلیونه افغانيو په ارزښت ۲۱۹ پروژې پلي کېږي

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ ۲۱۹ پروژې پلي کېږي چې د یو شمیر چارې پېل او څه باندې ۱۰۰زره کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

ارزګان ولايت کې د نسايي انکشافي موسېسې يو تن استازی زبیر احمد بدلون وايي، چې دوی پلان لري چې د دغه ولایت په چوره او چنارتو ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۹۰۰ ميليونه افغانیو په لګښت ۲۱۹ پروژې پلي ګړي.

نوموړي وايي، دغه پروژې به په ۱۸۱ کلیو کې د یونیم کال په موده کې پلي شي او ترڅنګ به یې خلکو ته په پراخه کچه د کار زمينه برابره او د بیارغونې ګڼ شمير کارونه به ترسره شي.

د ده په خبره، چې په يادو پیسو دوی د بیارغونې هغه کارونه ترسره کوي چې خلکو ورته ټاکلي او په هماغه برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

هغه زياته کړه: «زموږ ټوله بوديجه د دغه کار لپاره د ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ ميليونه افغانيو پورې کيږي چې اداري مصارف او ټول کارونه پکې شامل دي تر ۱۰۰ زره زيات کسان په دغه پروژو کې زموږ سره کار کولای شي دغه به ټول هغه کسان وي چې د خپل کلي اوسيدونکي وي او د خپل کلي ضروري کارونه چې دوی په خپل خوښه موږ ته انتخاب کړي هغه پروژې به تطبیق کوي.»

په ورته وخت کې  د دغه ولايت لپاره د طالبانو د کليو بیارغونې او پراختیا ریيس عبدالغني بلال هم د دغه پروژو له پلي کولو څخه خوښي څرګندوي او له نورو موسېساتو غوښتنه کوي چې په دې ولايت کې دې خلکو ته کاري فرصتونه برابره کړي.

دی وايي، د دغه پروژو هر کارګر ته به په ورځني ډول لږ تر لږه ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د سيمې عام خلک او هغه کسان چې دا مهال په ياده پروژه کې په کار ګمارل شوي زيات خوشاله دي او په خبره يې چې د تيرو دوه لسيزو جګړو سخت ځپلي او دامهال بې کاره وو.

دوی د دغه پروژو له پلي کیدو خوښ دي او په راتلونکي کې هم د دغه ډول پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي قريب الله وویل: «موږ ته ۱۲ زره افغانۍ راکوي چې په دې سره زموږ ستونزې حل کيږي او بله ګټه يې داده چې زموږ په سيمو کې د بیارغونې کارونه کيږي.»

دا لومړی ځل دی چې د ارزګان په چوره او چنارتو ولسوالیو کې د نړيوال بانک لخوا په دومره لويه کچه ګنې پروژې تطبیق کيږي، تردې وړاندې ځایي خلکو د بې روزګارۍ او کار نشتون له امله شکایتونه کول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه