ننګرهار کې زیاتره ځوانانو د بې روزګارۍ له امله نشو ته مخه کړې

ننګرهار کې خلک شکایت کوي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د زیاتره کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او بې روزګاري اوج ته رسیدلې ده.

عام خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې په هیواد کې د شته اقتصادي بحران مخنیوي او ولسي خلکو ته د کاري زمینو د برابریدو په برخه کې پاتې راغلي، چې له امله یې زیاتره ځوانانو نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی ظاهر الله خان وایي، چې زیاتره د تیر حکومت عسکر هم په نشه یې توکو اخته شوي، چې لامل یې، بې روزګاري او کورنۍ اقتصادي ستونزې دي.

نوموړی زیاتوي د ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼ لسګونه ځوانان کرۍ ورځ د کار په تمه تیروي، خو ډیرو کمو ته یې  کار پیدا او زیاتره یې تش لاس کور ته ستنیږي.

ظاهرالله زیاتوي:«په جلال اباد ښار کې بې روزګاري زیاته شوې او لامل یې د طالبانو له لوري په موسېساتو محدودیتونه او یا په خپله د طالبانو له لوري د تیر حکومت کارکوونکو له دندې ګوښه کیدل دي او له همدې امله په ښار کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو شمیر هم زیات شوی؛ د ښار په هره برخه کې پر نشه یي توکو روږدي کسان ناست وي او لامل یې د کار نشتون او اقتصادي ستونزې دي چې د خپل پام اړولو په موخه دوی مجبوریږي چې نشه یي توکو ته مخه کړي.»

خلک وایي، د طالبانو له لوري پر موسېساتو بندیزونه او د دغې ډلې له لوري ځوانان له دولتي دندو شړل د دې لامل شوي چې ځوانان نشو ته مخه کړي.

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی هلال احمد هم ورته شکایت کوي او وایي، دبې روزګارۍ له امله یې ګڼ ځوانان په نشو روږدي شوي او ځینو خو یې لا د ډیر مجبورۍ له امله غلاوو او نورو جنایي پېښو ته مخه کړې ده.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د کاري زمینو د برابریدو په برخه کې په بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.

هلال احمد زیاته کړه: «په ښار او ولسوالیو کې ډیر ځوانان اوس لیدل کیږي چې د بې روزګارۍ له امله یې نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې او دا کچه هره ورځ مخه په زیاتیدو ده، د طالبانو اوسني حکومت ته په کار ده چې خلکو ته دې د کاري زمینو برابریدو په برخه کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي؛ څو وکولای شي له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

 نوموړی په لویه کچه پر نشه یي توکو د ځوانان اخته کیدل د اندیښنې وړ بولي او ټینګار کوي، چې اړونده ادارې دې په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

نظرشاه چې د تیر حکومت پرمهال د ملي اردو سرتیری و، وایي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوی او د همدې بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو په نشه یي توکو روږدی کړ.

نوموړی وایي، د ده په ګډون د تیر حکومت ګڼ نور عسکر هم په نشه یي توکو روږدي شوي او که ورته ته د کار زمینه برابره نه شي په نشه د روږدو کچه به نوره هم لوړه شي.

نظرشاه زیاتوي: «ما شپږکاله په هلمند ولایت کې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې، تیر حکومت کې مې کار برابر و او د کورنۍ ټولې اقتصادي ستونزې مې پرې حل کیدلې؛ ځکه ما شاوخوا پنځلس زره افغانۍ معاش اخیسته خو د طالبانو حکومت چې راغلی بې روزګاره شوی یم او د همدې بې روزګارۍ او غم غلتولو لپاره په نشه یي توکو روږدی شوی یم.

که د طالبانو حکومت راته د کار زمینه برابره کړي نو زه عسکري کولای شم او نور کارونه هم کولای شم، غوښتنه کوو چې طالبان دې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

شاهد الله د تیر حکومت پرمهال د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې، خو اوس په نشه یي توکو روږدی شوی او د ژوند لورې ترې ورک دی.

نوموړی د طالبانو له حکومت د کاري زمینو د برابریدو ترڅنګ د نشه یي توکو د پېر او پلور پر مخنیوي هم ټینګار کوي.

هغه زیاتوي نشه یي توکي د ښار په مختلفو سیمو کې پر دوی په ښکاره ډول د ځینو میرمنو، ماشومانو او یو شمیر نورو کسانو له لوري پلورل کیږي

شاهدالله زیاتوي: «زه په تیر جمهوري حکومت کې په غزني ولایت کې پولیس وم، خو اوس بې روزګاره شوی یم او د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له کبله په نشه یي توکو روږدی شوی یم

د تیر حکومت زیاتره عسکر د بې روزګارۍ له امله په نشه یي توکو اخته شوي او لامل یې بې روزګاري ده او مونږ نشه یي توکي د ښار په مختلفو سیمو کې ترلاسه کوو په ښکاره ډول او دا نشه یي توکي تر ډیره د ماشومانو، ښځو او نورو کسانو له لوري پر مونږ پلورل کیږي.»

جلال اباد ښار کې یو شمیر په نشه روږدي ځوانان چې په ازادانه ډول خپله نشه کوي وایي، چې نشه یي توکي له همدې ښار څخه ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي هم پر نشه یي توکو د اخته کسانو شمیر زیاتیدو اندیښمن کړی دی.

نوموړی وایي، د تیر یوه کال په موده کې یې د ۱۹۷ میرمنو په ګډون د۲۱۰۰ معتادینو درملنه کړې او هڅه کوي، په نوي لمریز کال کې له درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو زمینه برابره کړي.

رحیمي زیاتوي: «ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو شمیر زیات شوی او دا یوه د اندیښنې وړ مسئله ده، عامې روغتیا ریاست له لوري په یوه کال کې د ۱۹۷ میرمنو په ګډون د ۲۱۰۰ هغه کسانو درملنه شوې چې پر نشه یي توکو اخته وو او په پلان کې لرو چې نوي لمریز کال کې له درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو زمینه برابره کړو.»

بل لور ته  د ننګرهار لپاره د طالبانو  د کار او ټولنيزو چارو ریيس فریدالله حقاني بيا تریوه بریده په دې ولایت کې دبې روزګارۍ ستونزه مني او وايي، په دې وروستيو کې يې سلګونه کسان په حرفوي زده کړو کې بوخت کړي دي.

هغه په نږدي راتلونکي کې د يو شمير مرستندويه ادارو په همکارۍ د ګڼو نورو بې روزګارو کسانو د بوختيدو خبره هم کوي.

حقاني زیاته کړه: «په ننګرهار کې دا منو چې خلک بې روزګاره شوي او له ستونزو سره مخ دي، خو مونږ په خپله هم هڅه کې یو چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو او همدارنګه دوی ته په هره برخه کې مسلکي حرفوي زده کړې ورکړو؛ چې زیات شمیر ځوانان په دې برخه کې روزل شوي هم دي او لا د مرستندویه ادارو په همکارۍ د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوو.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوه ضیاالدین همت په هیواد او ځانګړي ډول ننګرهار کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت د اوږد مهاله پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو د مرکزونو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوي.

همت زیاته کړه: « د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاري زیاته شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ورځ تربلې مخې په خرابیدو دی نو که چیرې د طالبانو شته حکومت د خلکو د روزګار لپاره بنسټیز کار ونه کړي؛ د خلکو ستونزې به لا پسې زیاتې شي نو په کار ده چې باید په لویو پروژو پانګونه وشي او شته اقتصادي بحران په هیواد کې پای ته ورسیږي.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره نړیوالې ټولنې په دغه هیواد ګڼ بندیزونه لګولي او دغه راز طالب چارواکو هم په کاري برخه کې محدودیتونه زیات کړي چې له امله یې بې روزګاري زیاته شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

د نظر خاوندان له طالبانو غواړي چې د نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي، د دوی په خبره که طالبان له نړیوالو سره په خپل دریز کې بدلون رانه ولي په هیواد کې به بې روزګاري لاپسې زیاته شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه