اوچا: افغانستان کې شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له بیړنۍ کچې سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له بیړنۍ کچې سره مخ دي او یوازې يو ګام له لوږې لېرې دي.

اوچا نن (سې‌شنبه، ۲۳ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغاننستان کې بشري اړتياوې په چټکۍ سره زياتې شوي او په ۲۰۱۹ کال کې له ۶.۳ ميليونه وګړو څخه په ۲۰۲۳ کې ۲۸.۳ ميليونه وګړو ته رسېدلي او شدت يې هم زيات شوی دی.

دې دفتر ليکلي: «شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له جدي کچې سره مخ دي، يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته فقر او لوږه زياته شوې ده.

اوچا وايي، چې سږ ميلادي کال په افغانستان  کې تر ۲۸ ميليونه ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د دې دفتر په وينا، له ۲۳ ميليونه وګړو سره مرسته لومړيتوب لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره د ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه