ارزګانیان د طالبانو له لوري د مالیې له لوړیدو شکایت کوې

ارزګان ولايت کې هټۍوال ادعا کوي، چې د طالبانو سرپرست حکومت پر دوی څو چنده مالیه لوړه کړې او د کال په اوږدو کې ورڅخه په بېلابېلا نومونو پیسې اخلي چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.  

ګل محمد چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې هټۍ لري وایي، چې د طالبانو حکومت ورڅخه د مالیې په نوم ډیرې پیسې اخیستي او زیاتوي چې بله لار نه لري مجبور دی چې د دغې ډلې پریکړو ته غاړه کېږي.

نوموړی ادعا کوي، چې طالبانو ترې په یو وار د لسو کالو مالیه اخیستې او ورته یو سند ورکړل شوی چې راتلونکو لسو کلونو کې به له ده څخه مالیه نه اخیستل کېږی.

د ګل محمد په وينا، چې د تير حکومت پر مهال یې ۱۶سوه افغانۍ ماليه ورکوله خو، اوس ورڅخه طالبانو ۲۱زره افغانۍ کلنۍ مالیه اخیستل شوې ده.

ده وویل: «زما څخه د لسو کالو پیسې اخيستل شوي کله چې ورپسې ورغلم راته يې وويل، چې په راتلونکي کلونو کې به ستا څخه بیا ماليه نه اخيستل کيږي پخوا ما ۱۶ سوه افغانۍ ورکوله خو اوس يې ۲۱ زره افغانۍ راڅخه د کال واخيستلې.»

ترینکوټ ښار کې یو هټۍ وال ادعا کوي چې طالبانو ترې د راتلونکو لسو کلونو مالیه په یو وار اخیستې ده.

دغه ولایت کې يو شمير نور هټۍوال هم ورته ادعا لري او زياتوي چې طالبانو په ارزګان کې د تيرو کلونو باقيات هم له خلکو راټول کړي او په خپلو عوايدو کې جمع کړي دي.

شمس الله يو بل هغه هټۍوال دی چې دا مهال په ترينکوټ ښار کې هټۍ لري، دی وایي چې د پخوا په پرتله يې څو چنده لوړه ماليه د طالبانو حکومت ته ورکړې ده.

د شمس الله په وینا، چې د ړنګ شوي حکومت لخوا له ده څخه د کال ۲۵۰۰ ماليه اخيستل کیده خو، په طالبانو ترې د کال ۳۳ زره افغانۍ اخیستي چې دا ډیر لوړ توپیر دی.

نوموړی وايي، د دوی کاروبار د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی او طالبانو اړ کړي چې لوړه مالیه ورکړي ځکه په خبره یې چې بله هیڅ لار نه لري.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له هټۍوالو دې دومره زياته ماليه نه اخلي.

دی وايي: «په تير جمهوري نظام کې ما ۲۵۰۰ ماليه ورکوله اوس يې هغه ۳۳ زره افغانۍ ته رسولې ده بل هيڅ لاره نشته موږ مجبوره يو چې همدغه لوړه ماليه دوی ته ورکړو.»

په ورته وخت کې عام خلک بیا ادعا کوي او زیاتوي چې که څه هم طالبان په زياته اندازه لوړه ماليه اخلي خو، دوی ته یې په بدل کې هیڅ ډول عامه خدمات نه دي وړاندې کړي.

په ارزګان کې يو تن مدني فعال احمد جاويد خپلواک نيوکه کوي او وايي، چې د حکومت لخوا هغه عامه خدمات چې باید په ښار کې ترسره شي نه دي درسره شوي.

نوموړی وايي، دامهال په ترينکوټ ښار کې د عامو خلکو لپاره هيڅ ډول خدمتونه نه دي شوي او ان خلک په ښار کې د څښاک اوبو او نورو اړينو خدماتو ته لاس رسۍ نه لري.

هغه زياته کړه:«هغه ماليه چې د حکومت لخوا څخه ټوليږي خلکو ته ورباندې هيڅ ډول خدمت نه دی شوی په ټول ښار کې زموږ خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او ترڅنګ يې له ډيرو نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.»

ارزګان کې د طالبانو د مالیې راټولولو کمیسیون چې دوکان په دوکان ګرځي او مالیه راټولوي. انځور: ارزګان کې د طالبانو اطالاتو او فرهنګ ریاست پاڼه

خو د ارزګان مرکز ترینکوټ لپاره د طالبانو ښاروال بیا وایي، چې په ښار کې یې د بیارغونې برخه کې ډیر کار کړی او لا هم کوښښ کوي چې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

په همدې حال کې بیا د ارزګان ولایت لپاره دطالبانو مستوفي فاييز وايي، چې دوی د تېر جمهوري نظام په پرتله مالیه دوه برابره مالیه کمه کړې ده. دی وایي، تېر حکومت ۱.۵ سلنه مالیه اخیسته خو، دوی یوازې له هټې‌والو ۰.۵ سلنه مالیه اخلي.

نوموړی زیاتوي، په جمهورين نظام کې د لوړي ماليې څخه ځکه خلکو شکايت نه کاوه چې هغوی د ماليې په راټولو کې فساد کاوه او لږ ماليه يې له خلکو څخه اخيستله.

د ده په خبره: «موږ سږکال ۶۸ ميليونه ماليه راټوله کړې موږ د خلکو څخه ماليه زياته نه ده اخيستې بلکې کمه کړې مو ده پخواني حکومت به ۱،۵ فيصده ماليه راټولوله خو، موږ ۰،۵۰ فيصده ماليه راټولوو يوازې خبره داده چې موږ په شفاف ډول ماليه راټولوو.»

د ارزګان ترڅنګ په ګڼو نورو ولايتونو کې هم خلک د لوړې ماليې څخه شکايت کوي او خلک ادعا کوي چې طالبان له خلکو څخه په جبري ډول لوړه مالیه اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه