امرالله صالح: طالبان د دیني زده کړو په پلمه ماشومان ځانمرګو بریدونو ته هڅوي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان نوي ځوانان او ماشومان د دیني زده کړو په پلمه له بې وزله کورنیو ځان سره وړي، خو هلته یې ذهنونه ور پرېمینځي او ځانمرګو بریدونو ته یې چمتو کوي.

ښاغلي صالح د نن (شنبه، ۴ سلواغې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپل فیسبوک خپور شوي راپور کې له کورنیو غوښتي چې د دیني زده کړو په نوم دې خپل ماشومان کوم چا ته نه تسلیموي.

نوموړي لیکلي: «طالبان د دیني زده کړو په نوم نوي ځوانان او ماشومان له بې وزله کورنیو ځان سره وړي او بیا یې ذهنونه پرېمینځي او ځانمرګو ته یې هڅوي.»

امرالله صالح وایي، دغه زده کړې ډېری په پاکستان او ځینې وخت د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې کیږي.

صالح په ادامه کې لیکلي چې طالبانو ته هغه څه چې هېڅ ارزښت نه لري هغه د انسان ژوند دی. ده ویلي د کابل له ملي امنیته یې غوښتي، څو د هغه ځوانانو نوملړ چې د طالبانو تر تبلیغاتو لاندې راغلي او بیا یې ترې ځانمرګو بریدونو کې ګټه اخیستې، خپور کړي.

د ولسمشر مرستیال دغه راز لیکلي چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې طالبانو ته له غربه ډېر امتیاز غواړي. د ده په وینا په داسې حال کې چې طالبانو سره د امریکا د دوحې تړون کې دې ډلې ته د زیات امتیاز پر ورکولو افغانان او ان د نړۍ هېوادونو نااړین بللي، خو پاکستان ورته لا هم ډېر امتیاز غواړي.

نوموړي په وروستیو کې لیکلي چې د افغانستان دولت د سولې پروسې مخته وړلو او له یوې باعزته لارې یو حللارې ته رسېدو ته ژمن دی او په ورته مهال د جمهوریت حاکمیت ساتلو او لاسته راوړنو ساتلو لپاره په سخته او نرمه بڼه د ساتلو مسوولیت ته متوجه یو.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر لومړي مرستیال دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه