اطلاعات روز: د «ښځې» په نوم کتابتون چې شپږ مياشتې وړاندې په کابل ښار کې جوړ شوې و، د طالبانو د بنديزونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شو.
د دې کتابتون بنسټګرې ژوليا پارسي نن (دوشنبه، ۲۲ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، کوم بنديزونه چې واکمنې ډلې پر ښځو لګولي، د «ښځې» کتابتون د فعاليت لپاره یې فضا تنګه کړه.
دې زياته کړه، چې طالبانو لږ تر لږه دوه ځله پر «ښځې» کتابخانې هجوم راوړی او هغه يې بنده کړې ده. د دې په وينا، تېره مياشت د طالبانو تر نظارت لاندې دا کتابخانه وتړل شوه.
د پارسي په خبره، چې نن کتابتون له کتابونو تش شو او دا کتاب خانه په رسمي توګه وتړل شوه.
دا وايي: «کتابخانه مو تشه کړه، دروازې ته مو قلف واچاوه او کتابونه مو کور ته راوړل. متأسفانه په دې ورځو کې چې له هره ځايه له علم سره د دښمنۍ زنګونه اورېدل کېږي او زموږ خاوره په تياره کې ډوبه شوې ده، په کابل کې د روشنګرۍ له هيلو هغه يوه هيله (پل سرخ) هم مړاوې شوه.»
د «ښځې» په نوم کتابخانه په کابل او بهر کې د يو شمير ښځو په ملاتړ په هيواد کې جوړه شوې وه. پارسي وايي چې د دې کتابخانې موخه دا وه چې د کتاب لوستنې فرهنګ عام کړي او ښځو ته پوهاوی ورکړي.
دې زياته کړه چې د ښځو پر فعاليت له بنديزونو سره – سره اقتصادي فشارونو هم د «ښځې» په نوم د کتابخانې ستونزې زياتې کړې وې.
پارسي وايي: «ښځه کتابخانه د کابل د ښځو لپاره يوازې يوه کتابخانه نه وه. له کومه وخته چې ښځې په کورو کې زندانې شوې دي او د جهالت، افراطيت او تياره فکرۍ لومړۍ درجه قربانيانې دي، د کابل ښځې به کله – کله په ښځه کتابخانه کې راټوليدې، کتاب به يې وايه، خبرې به يې کولې او پر خپلو مبارزو او غوښتنو به يې بحثونه کول.»
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ بنديزونه لګولي دي. اوس مهال د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې د زده کړې، تحصيل او کار کولو اجازه نه لري.
