اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال ويلي، چې که د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه اسناد وړاندې نه کړي، د جوبايډن د حکومت د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن به احضار کړل شي.
ده د سي بي ايس ټلويزیون په يوه خپرونه کې ويلي، چې د کنګرې د بهرنيو اړيکو کمېټه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير تر شاهدۍ وړاندې د اسنادو غوښتنه کوي.
نوموړي په عين حال کې ويلي: «د بهرنيو چارو وزارت زموږ له غوښتنې سره سم د سند له وړاندې کولو سره هوکړه نه ده کړې. ما د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل. صميمانه خبرې مو وکړې. همکاري تل کليدي وي، خو هغوی همکاري نه کوي.»
ده اخطار ورکړی چې که بلينکن د مارچ پر ۲۳مه تر خپلې شاهدۍ وړاندې د کميټې غوښتنې ته په ځواب کې سند وړاندې نه کړي، نو احضار به شي.
د امريکا د کنګرې د بهرنيو اړيکو کميټې تېره اونۍ له افغانستانه د امريکا د وتلو د څرنګوالي په اړه د امريکايي نظاميانو شاهدي واورېده.
د متحده ايالاتو سمندري پوځي ټايلر وارګاس اندروز د هغو ورځو تفصيلي او عاطفي شاهدي ورکړې چې يوې چاودنې پکې د ۱۳ امريکايي نظاميانو او تر ۱۰۰ د زياتو افغانانو ژوند واخيست.
وارګاس اندروز دا پرشاتګ يو «ناورين» بللی او قانون جوړوونکو ته يې ويلي، چې «د نه توجيه وړ بې احتياطي او مسووليت نه منل موجود و.»
دې نظامي ادعا کړې چې د لوړپوړو نظامي امريکايانو له لوري د کابل پر هوايي ډګر د بريد اخطارونه جدي ونه ګڼل شول.
وارګاس اندروز وويل، چې د هغه برید (اګست ۲۶مه) وړاندې يې يو کس د خلکو تر منځ وليد چې «آبي دروازې ته نږدې و، او د يوه ځانمرګي بريدګر په توګه ښکارېده.»
ده زياته کړې چې د ارتباطي شبکې له لارې خبر شوي و، چې د يوه لاسي بم جدي او شونی ګواښ شته دی، خو د ده په وينا د ډزو کولو لپاره د قطعې د قومندان امر ته اړتيا وه.
د وارګاس اندروز په وينا، د قطعې قومندان ورته د ډزو په اړه په ځواب کې وويل چې «زه نه پوهېږم».
مک کال د لومړۍ غونډې په اړه ويلي: «دا د افغانستان تر سقوط وروسته د علني استماع لومړنۍ غونډه وه چې د دې هيواد په اړه مو وکړه. زه اراده لرم چې دا څېړنې روانې وساتم او غواړم پوه شم چې د هغه قومندان په ذهن کې څه تېرېدل چې د ګواښ له مخنيوي سره يې مخالفت وکړ او دا (مخالفت) د متحده ايالاتو د دولت له لوري په کومو کچو مطرح شوی دی؟ زه فکر کوم چې دا ټولې پوښتنې ډېرې مهمې دي.»
