ننګرهار کې په سوداګریزو موټرو کې د غیر معیاري وزن د کنټرول هڅې

اطلاعات روز: د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست طالب مسولین وایي، چې د دغه ولایت په لویو لارو کې یې د معیاري وزن د کنټرول او د سړکونو د تخریب مخنیوي په موخه درې تلې فعاله کړي، چې په واسطه یې ۹۸ سلنه د غیر معیاري وزن د لیږد مخنیوی شوی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رییس یارمحمد وایي، چې د یادو تلو په فعالیت سره نه یوازې د فساد مخنیوی شوی، بلکې له درکه یې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

نوموړی زیاتوي په پلان کې لري چې په راتلوونکي نوي لمریز کال کې دوه نورې تلې هم فعاله کړي.

یارمحمد زیاتوي: «مونږ دا تلې د عوایدو لپاره نه بلکې د موټرو د وزن کنټرول او د سړکونو د تخریب د مخنیوي په موخه فعاله کړي دي او له هر موټر مونږ سل افغانۍ اخلو په نوې لایحه کې مونږ باروړنکو موټرو د غیر معیاري وزن ۹۸ سلنه د انتقال مخنیوی کړی او لا په دې برخه کې کار کوو.»

بلخوا د باروړنکو موټرو چلوونکي هم د غیر معیاري وزن د انتقال مخنیوی په برخه کې د یادو تلو فعالیدل مهم بولي، خو شکایت کوي چې په لویو لارو کې ورڅخه ځینې طالب سرتیري په یوه او بله بهانه پېسې اخلي.

عتیق الله د یو باروړنکې موټر چلوونکی دی نوموړی وایي، د یادو تلو په فعالېدو سره د غیر معیاري وزن د انتقال مخنیوی شوی خو ټینګار کوي چې په لویو لارو کې دې د هغه طالب سرتیرو مخنیوی وشي چې د ترانسپورټ او ښاروالۍ په نامه له دوی پېسې اخلي.

بل لور ته عام خلک شکایت کوي، چې د ښار او د دې ولایت لوې لارې د زیات وزن لرونکو موټرو د تګ راتګ له امله تخریب شوي دي.

د ننګرهار اوسیدونکی لیاقت خان له اړونده مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې لارۍ چلوونکو ته دې معیاري وزن تعین او له سرغړونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

لیاقت خان زیاتوي: «زیاتره د باروړنکو موټرو له لوري زیات وزن انتقالیږي او له همدې امله سړکونه تخریبږي او ډیر یې تخریب کړي هم دي، غوښتنه کوو چې نور هم د زیات وزن د انتقال مخنیوی وکړي.»

طالب چارواکي دغه راز خلکو ته ډاډ ورکوي او وایي، چې په لویو لارو کې یې د معیاري وزن د انتقال په موخه تلې فعالې کړي او تر ډیره یې د فساد مخنیوی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه