ارزګانیان د افغاني بانک نوټونو له زوړوالي شکایت کوي

اطلاعات روز: ارزګان یو له هغو ولایتونو دی چې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې دغلته ټوله راکړه ورکړه په پاکستانۍ کالدارو ترسره کیده خو، اوس چې طالبانو د افغانیو د ترویج په موخه په پاکستانۍ کالدارو بندیز لګولی د دې ولایت خلک د افغاني بانک نوټونو له زړښت او نه چلښت  شکایت کوي.

د ارزګان ولايت يو اوسيدونکی شاهزاده وایي، چې په ښار کې زاړه بانک نوټونه ډير شوي چې ډیری يې د استفادې وړ نه دي.

شاهزاده زیاتوي: «په ښار کې زړې افغانۍ زياتې شوي موږ ورسره په ډيرو ستونزو کې يو کله چې پیسې جيب ته واچوو بیا چې رااخلو نيمې جيب کې نيمي لاس کې پاتې وي.»

تاج محمد د ترینکوټ ښار یو بل اوسیدونکی دی نوموړی وايي، ټول ښار کې خلک په زړو افغانیو راکړه ورکړه کوي چې نه يې هټۍوال اخلي او نه يې هم مشتريان چې تل یو له بل سره په لانجه اخته وي.

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خلکو دغه ستونزو ته پاملرنه وکړي او ښار ته دې نوې چاپ شوي بانک نوټونه وړاندې کړي.

ورته مهال هټۍوال هم له دې ستونزې شکايت کوي او وايي، له يوې خوا يې پېر او پلور کم شوی او له بلې خوا ورباندې هره ورځ زاړه بانک نوټونه تاوانيږي.

د ارزګان ولايت يو تن هټۍوال محمدولي وايي، کوم وخت چې له دوی څخه مشتريان توکي اخلي ورته زياتې زړې افغانۍ ورکوي چې ډير وخت له خپلو مشتريانو سره په ستونزو کې لويږي چې له امله یې د دوی سوداګري پېکه شوې هم ده.

هغه وويل: «کله چې سودا وکړم مازديګر چې پیسې راواخلم نه چليږي پرون راباندې تاوان شوي هيڅوک يې نه غواړي کله چې نورو خلکو ته ورکوې نه يې غواړي ټولې پر موږ تاوانیږي.»

خو د دې ولايت لپاره د طالبانو مسوولين بیا د خلکو شکايتونه ردوي او وايي، چې تازه يې ښار ته نوي بانک نوټونه وړاندې کړي دي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس اغا ولي قريشي وايي، چې دوی پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې هم په زيات شمير نوي بانک نوټونه ښار ته وړاندې کړي.

هغه له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان بانک ته ورشي او هلته نوي چاپ شوي بانک نوټونه ترلاسه کړي.

د زړو افغانیو ستونزه یوازې ارزګان ولایت کې نه ده بلکې د هیواد ټولو ولایتونو خلک شکایت کوي چې د زړو افغانیو له امله په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ وي.

داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې مشر، شاه‌محمود محرابي وړمه ورځ (۱۹ د کب) رسنیو ته ویلي چې افغاني بانک‌نوټونه د یو فرانسوي شرکت لخوا چاپ شوي او د لېږد لړۍ به یې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان ته پېل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه