نی: طالبانو په مزار شريف کې د چاودنې له ژوبلو خبريالانو پوښتنې، ګرویږنې کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) وايي، کوم خبريالان چې پرون په مزار شريف ښار کې په يوه فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله ژوبل شوي، طالبانو ترې پوښتنې، ګرویږنې کړې دي. خبريالان هم وايي چې طالبانو د هغوی وسايل ضبط کړي دي.

نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو دا اقدام د بشري  حقونو د ارزښتونو خلاف ګڼلی او ويلي يې دي چې دا پر خبريالانو «دوه ګونی» فشار دی.

د نی په اعلاميه کې راغلي: «امنيتي بنسټونه بايد پوه شي چې پوښتنه او پلټنه د هيواد له قوانينو سره سم يو داسې عمل دی چې يوازې په ځانګړو شرايطو کې منل کېدلای شي. خبريالان چې په عين مهال کې قربانيان دي، شکمن ګڼل شوي او پلټنې ترې شوې دي. دا د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی.»

نی دې ته په اشارې چې پر تبيان مرکز په ۲۰۱۸ کال کې هم بريد شوی و او هغه مهال هم ځينې خبريالان وژل شوي و، ویلي دي چې د دې فرهنګي مرکز مسوولين بايد «د افغانستان رسنيزې ټولنې ته ځواب ورکړي چې ايا له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ يې امنيتي تدابير نيولي و او که نه». د نی په اعلامیه کې راغلي دي چې «د دې مرکز په دفترونو کې خونړۍ چاودنې د خبريالاتو د ټولنې لپاره پوښتنې پاروونکې دي».

ځينې خبريالان چې په دې پېښه کې ژوبل شوي دي وايي، چې طالبانو يې وسايل له ځان سره وړي دي.

دوی وايي، چې تر پېښې ۲۰ ساعته وروسته هم نه دي بريالي شوي چې خپل وسايل بيرته تر لاسه کړي.

د خبريالانو په وينا، طالبانو د خبريالانو کيمرې او وسايل د استخباراتو رياست ته له ځان سره وړي دي.

خبريالان د دې حالت په اړه د اندېښنې په ښودلو د طالبانو له امنيتي مسوولينو غواړي چې ژر دې ورته د دوی د کار وسايل ورکړي.

پرون (شنبه، ۲۰ د کب) تر غرمې وړاندې په «تبيان» فرهنګي مرکز کې په هغه غونډه کې چاودنه وشوه چې د خبريالانو د ستاينې لپاره جوړه شوې وه.

له شمېرو سره سم، په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نفر نور ژوبل دي. د ژوبلو کسانو تر منځ شاوخوا ۱۵ تنه خبريالان دي.

د طالبانو سيمه‌ييزو مسوولينو پرون د تلفاتو شمېر يو مړ او اته ژوبل ښودلی وو.

تر اوسه د دې چاودنې پړه هيڅ ډلې نه ده منلې.

د خبريالانو پر غونډه بريد پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دا بريد غندلی دی او ويلي يې دي چې پر خبريالانو بريد د منلو وړ نه دی او تاوتريخوالی بايد ودرېږي.

همدا راز يوناما ليکلي، چې د افغانستان خبريالان «ستره زړورتيا» ښيي او بايد ساتنه يې وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه