د مارچ له اتمې سره هممهاله د غور او بادغيس ښځو د پوهنتونونو او ښوونځيو د خلاصون غوښتنه وکړه

د هیواد په لوېديځ غور او بادغیس ولايتونو کې زده کوونکي او محصلين د مارچ د اتمې او يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې او د نوي تعليمي او تحصيلي کال ۱۴۰۲ په مناسبت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې نجونو ته دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي، تر څو هغوی خپل درس او تحصیل ته دوام ورکړي.

صديقه د جمهوري حکومت تر سقوط وړاندې د غور ولايت په فيروزکوه ښار کې د يوه مکتب د اووم ټولګي زده کوونکې وه. دا د طالبانو تر راتلو وروسته ښوونځي ته له تلو بې برخې شوه او تر يوه نيم کال زيات وخت کېږي چې د مکتب د خلاصېدو په تمه ده. دا وايي: «زه د طالبانو تر راتګ وړاندې ښوونځي ته تلم. په اووم ټولګي کې وم او هيله مې درلوده چې تحصیل وکړم، خو د طالبانو په راتلو سره هر څه برباد شول. زما په څېر زياتې نجونې دي چې اوس پر کور ناستې دي.»

د فريدې په نوم يوه بله غورۍ زده کوونکې هم د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دوی پر مخ دې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي. د دې په وينا چې د ښوونځيو د تړل کېدو له وجې نجونې پر کور ناستې دي او له بدو روحي او رواني ننګونو سره مخ دي.

د بادغیس ولايت په مرکز قلعه‌نو کې هم يوه زده کوونکې ذکيه وايي، چې په دې ولايت کې د ښوونځيو د تړل کېدو له وجې ښځينه زده کوونکې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې دي. دا وايي: «زيات وخت کېږي چې نجونې له درس او تعليم څخه پاتې دي. داسې نجونې پېژنم چې د ښوونځیو د تړل کېدو له وجې له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي. موږ د [طالبانو] له حکومت څخه غواړو چې د نوي تعليمي کال په راتلو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.»

د غور او بادغيس په پوهنتونو کې هم يو شمېر ښځينه محصلينې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي بنديزونه دې پورته کړي، تر څو هغوی وکولای شي چې درس ووايي او په راتلونکي کې د خپلو خلکو او هيواد خدمت وکړي.

بې‌کاري

د هيواد په لوېديځ زون کې د ښځينه او بشري حقونو فعالان هم وايي، چې د جمهوري حکومت تر سقوط او د طالبانو تر راتلو وروسته ښځو زياتې دندې بايللې دي او پر کور ناستې دي. د دوی په وينا، دې وضعيت د ښځو او نجونو پر روح او روان بدې اغېزې کړې دي.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ښځې او نجونې په زده کړو او کار بوختې وې. انځور: خواله رسنې

په غور ولایت کې د ښځینه حقونو فعاله خاطره (مستعار) وايي، چې د تېر حکومت پر مهال په زياتو برخو کې ښځو کار کاوه خو د طالبانو تر راتلو وروسته بې‌کاره شوې دي.

دې زياته کړې: «د جمهوري حکومت پر مهال زياتو ښځو په دولتي او غير دولتي برخو کې کار کاوه او همدا راز د لاسي او کرنيزو صنايعو په برخو کې مصروفې وې، خو د طالبانو تر راتلو وروسته يې دندې بايللې دي او اوس له سخت فقر سره مخ دي.»

د بشري حقونو يوې فعالې هم په غور ولايت کې د ښځو او نجونو د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او د مارچ د اتمې او يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتون دروازې پرانيزي.

د ټولنيزې ناانډولۍ زياتېدل

د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ښځو او نجونو د ټولنې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه درلوده خو د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په راتګ سره، په يوه ځل ټولې ښځې او نجونې پر کور کیناستلې او له خپلو فعاليتونو پاتې شوې. دې وضعيت د هغوی پر اقتصادي او رواني وضعيت ډېر بد اغېز کړی دی. د دوی په وينا، که دا ټولنيزې نابربراۍ دوام ومومي، افغانستان به د يوې بدمرغۍ لور ته ولاړ شي.

د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د ټولنې پر اقتصاد منفي اغیز کړی دی.

په غور او بادغيس ولايتونو کې د ښځينه حقونو فعالانې وايي، چې د طالبانو د بنديزونو او پر کور د ښځو او نجونو د ناستې له امله، فقر او اقتصادي ستونزې زياتې شوې دي.

په بادغيس ولايت کې د ښځينه حقونو يوه فعاله وايي: «اوس مهال په افغانستان کې ټولنيزه ناانډولي زياته شوې ده او ښځې له خپلو ټولو لومړنيو حقونو بې برخې دي. په تېر حکومت کې د ښځو او نجونو لپاره د کار، زده کړو او تحصيل زمينه په ښه ډول برابره شوې وه او هغوی کولای شول چې خپل ټولنيز فعاليتونه وکړي.»

د ښځينه حقونو دا فعالانې همدا راز وايي، چې تېر مهال په دې ولايت کې زياتې ښځې په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې مصروفې وې. د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر راتلو وروسته هغوی پر کور کېناستلې دي او له اقتصادي ستونزو سره – سره له روحي او رواني ستونزو کړېږي.

ناڅرګند راتلونکی

د هيواد په لوېديځ زون کې د بشري حقونو فعالانې وايي، چې په تېرو وختونو کې د ښځو ملاتړو بنسټونو او د دې ولايتونو ځايي ادارې په ډېر شور او مينه د مارچ اتمه لمانځله، خو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې ورځې د لمانځنې هيڅ يادونه نشته.

د بشري حقونو يوه فعاله وايي: «په تېرو وختونو کې د ښځينه چارو او بشري حقونو بنسټونو، ندای زن او د ښځو نورو ملاتړو بنسټونو د مارچ اتمه په شور او شوق لمانځله. د ښځو د حقونو په اړه به خبرې کېدلې او په دې اړه به پوهاوی ورکول کېده خو دوه کاله کېږي چې طالبان راغلي او داسې هيڅ خبرې نشته او ښځې راتلونکي ته هيڅ هيلې نه لري.»

په غور ولايت کې د ښځينه حقونو يوه فعاله زهرا وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ټولو لومړنيو حقونو بې برخې پاتې دي. نوموړې همدا راز د افغانستان د ښځو او نجونو د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه ښیي او وايي ښځې او نجونې چې نيمه ټولنه دي، اوس پر کور ناستې دي او له زياتو اقتصادي ستونزو او کورني تاوتريخوالي سره مخ دي.

د طالبانو راتګ سره د شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي بندې شوې دي. انځور: خواله رسنۍ

دا فعالانې د مارچ د اتمې په مناسبت له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونو ته دي پام وکړي. دوی همدا راز د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د ښوونځيو، پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو دروازې خلاصې کړي تر څو دوی وکولای شي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

د زده کړو لرونکو ښځو او نجونو رول

په غور او بادغيس ولايتونو کې يو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو د بنديز غندنه کړې او وايي، چې افغانستان په راتلونکي کې په جدي توګه داسې ښځو او نجونو ته اړتيا لري چې زده کړې يې کړې وې. د دوی په وينا، ښځې نيمه ټولنه دي او له دې قشر پرته افغانستان پرمختګ نشي کولای.

په غور ولايت کې يوه ښځينه فعاله راحله وايي: «افغانستان په راتلونکي کې په ټولو برخو کې ښځينه ډاکټرې، ښځینه ښوونکې او ښځينه کارمندې ته اړتيا لري. موږ د اسلامي امارت له حکومت څخه غواړو چې ښوونځيو او پوهنتونونه ته د نجونو د تګ مخنيوی دې نه کوي، تر څو دوی وکولای شي چې تعليم او تحصيل وکړي.»

د ښځينه حقونو دا فعالانې تعليم او تحصيل د ټولنې بنسټيزې ستنې يادوي او وايي چې د تعليم او تحصيل په پرمختګ او په دې برخه کې د ښځو په ونډې سره کولای شو چې وطن پر ځان بسيا کړو او بهرنيو هيوادونو ته يې له اړتیا خلاص کړو.

دا زياتوي: «د ښځو او نجونو د تعليم او تحصيل دوام د دې لامل کېږي چې موږ بهرنيو هيوادونو ته اړ نشو، ځکه د يوې ښځې درد يوه بله ښځه درک کولای شي. په جدي توګه هيله کوو چې اسلامي امارت ټولو نجونو ته د درس او تعليم زمينه برابره کړي، تر څو په راتلونکي کې باسواده او زده کړې لرونکی نسل ولرو.»

کورنۍ څه غواړي؟

په غور او بادغيس ولايتونو کې يو شمېر کورنۍ د ښځو د نړيوالې ورځې او د نوي تعليمي کال ۱۴۰۲ د رانږدې کېدو په مناسبت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په هيواد کې دې پر ښځو او نجونو لګېدلي بنديزونه لېرې کړي او اجازه دې ورکړي چې ښځې او نجونې زده کړې او تحصيل وکړي او همدا راز په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې کار وکړي. د دوی په باور، د طالبانو له لوري لګول شويو بنديزونو فقر او بې‌کاري زياته کړې او د کورنيو ستونزې يې نورې هم ډېري کړې دي.

د غور او بادغیس اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي. انځور: خواله رسنۍ

د غور يو اوسېدونکی محمد حسين وايي: «همدا چې طالبانو نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو او په موسېسو کې له کار کولو منع کړې دي، ټولې نجونې پر کورو ناستې دي او اوس په بد حالت کې ژوند کوي. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه همدا ده چې د ښځو د نړيوالې ورځې او د نوي تعليمي کال په مناسبت دې، د نيمې ټولنې ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيزي.»

د بادغيس ولايت يو اوسېدونکی غلام رباني وايي: «ښوونه او روزنه پر هر نارينه او ښځه فرض دي او بايد د طالبانو حکومت د افغانستان نجونو ته د تعليم او تحصيل اجازه ورکړي. موږ له حکومت څخه غواړو چې په نوي تعليمي کال کې دې د ښوونځيو او پوهنتون دروازې د نجونو پرمخ پرانيزي.»

دا کورنۍ وايي، چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د لګېدلو بنديزونو له وجې زيات شمېر ښځې او نجونې له روحي او رواني ناروغيو سره مخ دي او همدا راز «له کوره د تېښتې» ارقام هم په هيواد کې زيات شوي دي. د دوی په وينا، که وضعيت همداسې روان وي، حالات به نور هم بدتر شي. په تازه توګه په غور، بادغيس او کندوز ولايتونو کې دریو ځوانو نجونو د کورني تاوتريخوالي له وجې ځان وژنه کړې ده او خپل ژوند يې ختم کړی دی.

د ښځو، نجونو او سړو له لوري دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د فرمانونو له مخې تر ۵۰۰ زياتې ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي او له دې سره – سره، طالبانو پوهنتون ته د نجونو پر تګ او په غير دولتي بنسټونو کې د هغوی پر کار کولو هم بنديز لګولی دی. د طالبانو دا بنديزونه په کور دننه او بهر له توند غبرګون سره مخ شوي دي. د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) په تازه توګه ويلي دي چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې اخيستنې د طالبانو بنديزونه د ودې بهير ورو کوي.

د تېر حکومت پر مهال د مارچ اتمه يا هم د ښځو نړيواله ورځ په ځانګړو مراسمو لمانځل کېدله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه